نیپال په کرکټ کې د افغانستان په څېر کېدای شي- د ای سي سي اجرائیوي مشر

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان د نیپال له لوبغاړي سره

د کرکټ د نړیوالې شورا اجرايي مشر سنجوګ ګوپتا وايي چې نیپال له څو کلونو راهېسې په کرکټ کې ځلېږي، ښه استعدادونه او ډېر مینه وال لري او دا هېواد په کرکټ کې د افغانستان په څېر کېدای شي.

سنجوګ ګوپتا وایي چې د کرکټ نړیوالې شورا په کرکټ کې نیپال چټک پرمختګ او د کرکټ ظرفیت او وړتیا ته په کتو په تېرو دوو کلونو کې له دغه هېواد سره پنځه میلیون ډالر مرسته کړې.

نوموړي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې «نیپال هم سبا د افغانستان په څېر کېدای شي، د نیوزلنډ په څېر کېدای شي».

د کرکټ نړیواله شورا وایي، چې د ۳۰ میلیون نفوس لرونکی نیپال، په کرکټ کې ښه مارکیټ هم لري. دغې شورا په نیپال کې د کرکټ د ودې لپاره د بل کال د ښځو د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام په نیپال کې کوي.

نیپال په ۲۰۱۴ کال کې په لومړي ځل د شل ارویزو سیالیو نړیوال جام ته ووت او سکاتلنډ ته یې ماتې ورکړه. دا د دغه هېواد په کرکټ کې تر دې دمه لویه لاس ته راوړنه بلل کېږي.

د کرکټ د نړیوالې شورا اجرائیوي مشر سنجوګ ګوپتا په دې باور دی چې له افغانستان سره د نیپال مقایسه کول له پامه نه شي غورځول کېدای.

افغانستان په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په کرکټ کې چټک پرمختګ وکړ او یوازې دا نه چې نړۍ ته یې ځینې ښه ستوري او استعدادونه وړاندې کړل، بلکې په نړیوال کرکټ کې یې هم ځان ته ښه ځای او نوم ګټلی دی. افغانستان دا مهال د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی دی او نیپال د دویمې درجې غړی دی.

افغانستان له څو کلونو راهېسې په یوې ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو جامونو کې لوبېږي او د ټست لوبې هم کوي.