نتنیاهو خپل پوځ ته: پر حزب الله زورور بریدونه وکړئ

دوه ورځې وروسته له هغه چې متحدو ایالتونو د اسرائیل او حزب الله ترهګرې ډلې ترمنځ د اوربند د دوام خبر ورکړ، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د شنبې په ورځ (د اپریل ۲۵مه) ددغه هېواد وسله والو ځواکونو ته امر وکړ چې په لبنان کې د حزب الله پر اهدافو په پوره زور سره بریدونه وکړي.

متحدو ایالتونو دوه ورځې دمخه اعلان کړی و چې اوربند د دریو اونیو لپاره غځېدلی دی.

د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند له کبله په شخړو کې د پام وړ کموالی راغلی و، خو بیا هم د اسرائیل او د لبنان په جنوب کې د ایران د ملاتړ لرونکي حزب الله ډلې ترمنځ خال خال هوايي بریدونو دوام درلود.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دفتر لخوا په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې پوځ ته امر شوی چې په پوره زور سره د حزب الله پر اهدافو بریدونه وکړي. په دغه اعلامیه کې نور جزیات ندي ورکړل شوي.

د رویټرز اژانس د محلي خبري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په جنوبي لبنان کې د شنبې په ورځ د اسرائیل په هوايي بریدونو کې څلور کسان وژل شوي. د اسرائیل پوځ ویلي چې حزب الله پر اسرائیل د راکټونو بریدونه کړي او د دواړو لورو ترمنځ د اوربند هڅې یې ټکنۍ کړي دي.

د اسرائیل پوځ د شنبې په ورځ وویل چې، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د جنوبي لبنان په دریو سیمو کې یې د حزب الله د راکټونو توغولو مرکزونه او ددغې ډلې غړي په نښه کړي دي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل او لبنان د سفیرانو په موجودیت کې د دواړو خواوو ترمنځ د دریو اونیو دپاره د اوربند د غځېدو اعلان وکړ.

دا په روانه میاشت کې دوهم ځل دی چې د اسرائیل او لبنان سفیران د امریکا په منځګړیتوب په واشنګټن کې سره ویني، څو د لسیزو شخړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرې وکړي.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل چې غواړي د روان اوربند په جریان کې د اسرائیل او لبنان مشران په سپینه ماڼۍ کې سره وګوري.

د اسرئیل او لبنان ترمنځ اوربند په لومړي ځل د اپریل په ۱۶مه پیل شوی و.