افغانستان کې ۴۸ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي ۵ تنه مړه شوي

COVID19-Corona Virus Afghanistan کروناویروس افغانستان

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۸ تنه د کرونا ویروس اخته شوي او ۵ تنه نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ اګست ۱۶مه (زمري ۲۶مه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۶۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۴۸ یې مثبت ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۴ په کابل، ۴ هرات، ۴ بامیان، ۵ تخار، یوه بغلان، ۲ بادغیس، ۵ کندز، ۵ دایکندي، ۱۵ غور او یوه په لغمان ولایت کې ثبت شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۷۵۹۹ تنه ورسېد.

روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې په تیر یوه شپه او ورځ کې په درې ولایتونو هرات، بلخ او لوګر کې د کرونا ویروس له کبله ۵تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۷۵ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه ۵۷ تنه نور ورڅخه روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۲۷۲۲۳تنو ته پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او وروسته په چټکۍ سره نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جان هپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دامهاله په نړۍ کې څه باندې ۲۱ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۷۶۲زره نور ورڅخه مړه شوي دي.