کرونا ویروس؛ افغانستان کې ۸۲۰۰ روغتیايي کار کوونکي واکسین شوي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۷۳۳ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ضد واکسین بهیر روان دی او تر دا مهاله څه باندې ۸۲۰۰ روغتیايي کار کوونکي واکسین شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاندې معصومه جعفري نن یکشنبه فبروري ۲۸ (کب لسمه) خبریالانو ته وویل چې دغه روغتیايي کار کوونکي په ۳۴ ولایتونو کې واکسین شوي دي.

نوموړې زیاته کړه چې د روغتیايي کار کوونکو ترڅنګ د کرونا ویروس ضد واکسین افغان امنیتي سرتیرو او رسنیو کار کوونکو ته هم ورکول کیږي چې په وینا یې شمېر معلوم نه دی.

په افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق بهیر د روانې کب میاشتتې پر پنځمه په ارګ ماڼۍ کې د خاصو مراسمو په ترڅ کې پيل شو.

روغتیا وزارت ویلي چې د هند هیواد مرسته شوی ۵۰۰ زره ډوزه کرونا ضد واکسین سره به ۲۵۰زره کسان واکسین کړي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس تازه مثبتې پېښې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۱۹ مثبتو پېښو د ثبتېدو او د یوه کس د مړه کېدو خبر ور کړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه فبروري ۲۸ (کب لسمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۸۷۸ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۱۹ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۷۳۳ ته پورته شو.

په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د یو تن د مړینې راپور ورکړل شوی چې په دې اساس د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۴۴۴ تنو ته لوړ شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۴۵ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۹۳۳۳ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.