افغانستان کې تازه د کرونا ویروس له امله ۱۱ ناروغان مړه شوي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۶۷۱۷ شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې د کرونا ویروس د ۴۱ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۱۱ ناروغانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه اپرېل ۴ (وري ۱۵) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویرویس د۱۶۹۲ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۸۱ مثبت و.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۶۷۱۷ ته پورته شوو.

روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا ویروس خپرېدو له امله په افغانستان کې ۲۵۰۸ تنه مړه شوي او ۵۱۸۶۵ نور بیرته ورڅخه جوړ شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر یو ځل بیا پر داسې مهال زیاتیږي چې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د دریمې څپې را بر سره کېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

بلخوا تیره میاشت په افغانستان کې د کرونا ویروس واکسین د تطبیق بهیر هم پيل شو چې د معلوماتو په اساس تر دا مهاله زرګونه کسان واکسین شوي دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې سل میلیون کسان په اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.