افغانستان کې تازه ۱۷۶ تنه نور کرونا نیولي، ۷ تنه مړه شوي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۸۲۱۳ ته پورته شوو.

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې د کرونا ویروس د ۱۷۶ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۷ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه اپرېل۲۰(وري ۳۱) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۲۱۵۹ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې ۱۷۶ یې مثبت و.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۸۲۱۳ ته پورته شوو.

همدرانګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۷ تنه له کرونا ویروس څخه مړه شوي چې په دې سره هم په دغه هیواد کې د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۵۵۷ تنه ورسېد.

روغتیا وزارت همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې له کرونا ویروس څخه د ۲۸ ناروغانو د بیرته ښه کېدو خبر هم ورکړی چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۲۲۷۲ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې سل میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.