د کرکټ لوبغاړو د غوراوي کمېټې ته درې نوي غړي معرفي شول

د افغانستان کرکټ بورډ رئیس احمدزی، دولت احمدزی او قیام کاکړ د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د نوو غړو په توګه اعلان کړل.

کرکټ بورډ نن یکشنبه د «لړم ۱۹مه» ویلي، چې د دغه کمېټې پخوانی غړی مجاهد ځډراڼ یې لیري کړی او باچا حسین او انډي مولز پر خپل ځای پاتې دي.

د یادو درې کسانو په زیاتېدو سره د غوراوي کمېټې د غړو شمېر پنځو تنو ته ورسېد.

انډې مولز د غوراوي کمېټې د مشر او پاتې څلور تنه یې د غړو په صفت دنده مخته وړي.

د غوراوي کمېټې نوي غړي

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د دغه بورډ مشر فرهان یوسفزي د یادو ګمارنو پرمهال د غوراوي کمېټې پر بې پرې والې او خپلواکۍ ټینګار کړی دی.

هغه له غوراوي کمېټې څخه غوښتي چې داسې کسان ملي لوبډلې ته غوره کړي، چې دغه لوبډله بریا ته ورسوي.

ښاغلي یوسفزي له ټولو لوبغاړو څخه غوښتي، چې:"پر خپل تکړښت، وړتيا، فټنس او د کرکټ لوبې پر ټولو اصولو ځان برابر کړي."

نوموړي همدا راز د غوراوي کمېټې له نوو غړيو څخه غوښتي چې خپله خپلواکي دې وساتي او د لوبډلو لپاره دې لوبغاړي د وړتیا له مخې وټاکي.

دولت احمدزی او ريیس احمدزی د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د غوراوي کمېټې مشران هم پاتې شوي دي او قيام کاکړ د افغانستان د الف لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د روزونکي په توګه کلونه تجربه لري.

دا ګمارنې پر داسې مهال کېږي، چې افغان لوبډله دا امهال په هند کې له ویسټ انډیز سره په یو ورځنیو لوبه بوخته ده، چې دواړه لوبې بایللي دي.