د لاس رسي وړ اتصالات

محمد نبي: د ټیسټ سکواډ کې مې خپل نوم ونه لید، خپه شوم


محمد نبی عیسی د افغانستان د کرکټ تر ټولو مجرب لوبغاړی دی
محمد نبی عیسی د افغانستان د کرکټ تر ټولو مجرب لوبغاړی دی

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم تر ټولو مجرب لوبغاړی محمد نبي وایي چې له ټسټ لوبو څخه یې ځکه استعفا وکړه چې ځوانانو ته چانس ورکړل شي.

محمد نبي څه موده مخکې د ټسټ له لوبو استعفی وکړه او افغانستان تېره ورځ (نومبر۴) له ویسټ آنډیز سره څلور ورځنیو لوبو ته د لوبغاړو نومونه اعلان کړل چې د محمد نبي نوم په کې نشته. د ټسټ دا لوبه دوې اونۍ وروسته پیلیږي.

هغه امریکا غږ ته په یوې استول شوې مرکې وویل: "رښتیا هم پرون مې چې سکوآد وکته، زما نوم په کې نه و، خوند یې هم رانکړ، چې رښتیا درته ووایم. خو زما فیصله چې ده د نویو ځوانانو لپاره ده چې هغوی ته نور چانسونه هم په لاس ورشي. زه کوښښ کوم چې د افغانستان لپاره څومره ډېرې یوې ورځنۍ او شل اوریزې لوبې چې کولې شم وکړم."

محمد نبي یوازینی افغان لوبغاړی دی چې تر نورو افغان لوبغاړو یې د افغانستان لپاره یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې ډېرې کړي دي، خو اوس په ټسټ کې نشته.

په همدې حال کې د لوبډلې کپتان راشد خان هم وايي چې په ټیم کې د محمد نبي نشتوالی به محسوسیږي.

هغه امریکا غږ ته په یوې استول شوې مرکې کې وویل: "د نبي غوندې یو غټ لوبغاړي نشتون به موږ احساس کړو، خو بیا هم موږ سره نوي ځوانان شته چې هغوی ته موقع ورکړل شي چې ځانونه وښيي، خو بیا هم د هغه کمی محسوسوو. فی الحال د هغه د ځای ډکول مشکل دي، خو موږ به کوښښ وکړو چې د هغه ځای ډک کړو. "

محمد نبي د افغانستان لپاره درې ټسټ لوبې وکړې چې وروستۍ یې تېره میاشت له بنګله دېش سره وه چې افغانستان وګټله.

محمد نبي همدغه راز د افغانستان لپاره ۱۲۱ یوې ورځنۍ او ۷۲ شل اوریزې لوبې کړې دي.

XS
SM
MD
LG