د درملو جوړولو امریکايي شرکت جانسن اینډ جانسن اعلان کړی چې د پروستات سرطان د درملنې لپاره جوړو شویو درملو یې نتیجه ورکړې ده.
دغه شرکت د شنبې په ورځ (اکتوبر ۲۴) وویل، د لومړنیو کلینیکي ازموینو پر مهال معلومه شوې چې دغه درمل چې د ورځې یو ځل خوړل کیږي، د ناروغانو په بدن کې د تومور د له منځه تللو او یا کوچني کېدو لامل کیږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس، دا درمل، چې «JNJ-6143» نومېږي، پر هغو ناروغانو ازمایل شوي چې د پروستات پرمختللی سرطان یې درلود او مخکې یې هم بېلابېلې درملنې ترلاسه کړې وې.
د درملنې دا نوې طریقه سرطاني حجرې په نښه کوي او د هغو پروټینونو فعالیت ګډوډوي چې د دغو حجرو د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړین دي. د ازموینې پایلو وښوده چې د پنځوس میلی ګرامه دوز اخیستونکو ۷۷ سلنه ناروغانو کې د «پي اېس اې» کچه، چې د پروسټات سرطان د څارنې لپاره د وینې مهم شاخص دی، لږ تر لږه ۵۰ سلنه راټیټه شوې ده. په ۴۸ سلنه ناروغانو کې بیا دغه کچه تر ۹۰ سلنې کمه شوې ده.
د دې څېړنې پایلې د اروپا د سرطان د تشخیص د ټولنې په کلنۍ غونډه کې وړاندې شوي دي.
په هغو ناروغانو کې چې تومورونه یې د تلویزیوني معایناتو له لارې اندازه کېدل، ۷۵ سلنه داسې مثبت غبرګون ښودلی چې یا یې تومورونه په بشپړ ډول له منځه تللي او یا هم په څرګند ډول کوچني شوي دي.
د درملنې په برخه کې د پانګه اچوونکي شرکت «لېرېنک پارټنرز» څېړونکي ډیویډ رایزینګر وايي چې دا درمل د پروستات سرطان په درملنه کې یو مهم بدلون راوستلی شي او د جانسن اېنډ جانسن د سرطان ضد درملو پروګرام ته به هم نوی ځواک ورکړي.
د جانسن اېنډ جانسن شرکت یو ویاند رویټرز ته ویلي، دغه درمل د پروستات سرطان لپاره د شرکت د موجودو درملو لړۍ ته د عمل یو نوی میکانیزم ورزیاتوي.
د ازموینې پر مهال تر ټولو عامې جانبي اغیزې د زړه بدوالی او د کولیسټرول او «ټرای ګلیسریډ» د کچې لوړېدل ښودل شوي دي. د جانسن اېنډ جانسن شرکت په کلنیکي ازموینه کې یو ناروغ د ناوړه جانبي اغېزو له کبله درملنه پرې ایښې ده.
دغه شرکت تېر کال په څه باندې درې میلیارد ډالرو د «هالدا» معالجوي درملو د شرکت د پیرلو وروسته دغه درمل ته لاسرسی وموند.