د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن پنجشنبه (اکتوبر۱۵) وویل چې د ۱۳ امریکايي سرتېرو په وژنې محکوم نضال مالک حسن به په ټاکلي وخت د ډسمبر په درېیمه اعدامېږي، خو اعدام به یې په ژوندی بڼه نه ښودل کېږي.
ولسمشر ټرمپ د ټروت سوشل په حساب کې لیکلي، "هغه به په ټاکل شوې نېټې په مرمیو ووژل شي، خو دا پېښه به په ژوندۍ بڼه نه ښودل کېږي... مګر دا اعدام به په حضوري توګه لېدل کېږي که د قربانیانو نژدې کورنۍ غواړي چې ویې ویني. هغوی مستحق دي چې عدالت وګوري...»
ولسمشر ټرمپ همدغه راز لیکلي دي چې «د متحدو ایالتونو پخوانی امریکايي سرتېری نضال حسن، چې بیا خاین شو، ډېر بد او وحشي شخص » و.
نضال حسن په ۲۰۹ کې د ټکساز ایالت د فورټ هوډ په پوځي اډې کې په سرتېرو ډزې وکړې، ۱۳ تنه يې ووژل او ۳۲ نور ژوبل کړل. په وژل شویو کې یوه میندواره میرمن هم وه.
هغه د برید په ځای کې د نورو سرتېرو له لوري ووېشتل او ونیول شو. په ۲۰۱۳ کې یوې پوځي محکمې هغه په اعدام محکوم کړ.
ټاکل شوې چې هغه د روان کال د ډسمبر په ۱۳مه په مرمیو ووژل شي. د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګسیت څو ورځې مخکې ویلي وو چې د هغه اعدامول به ژوندی (انلاین) ښودل کېږي.