د نوبل جایزه وپېژنی

دا جایزه دې داسې کسانو ته ورکول کیږي، چې خدمتونه او نوښتونه یې دومداره او تلپاتې وي

د نوبل د جایزې پرېکړه کوونکي د دوشنبې له ورځې د دغې جایزې یو- یو ګټونکی اعلانوي. د نوبل لومړنۍ جایزه په طب کې ده چې د دوشنبې په ورځ به اعلان شي. ګټونکو ته به د دغه کال تر پایه، نقدې جایزې، یو ډیپلوم او د سرو زرو یو مډال ورکول کیږي.

دا جایزه دې داسې کسانو ته ورکول کیږي، چې خدمتونه او نوښتونه یې دومداره او تلپاتې وي، د ملتونو ترمنځ یې د ورورولۍ د ټېنګېدو، وسله والو مخالفتونو د ختمولو او د سولې د ټېنګېدو لپاره یې فعالیتونه او هلې ځلې کړي وي.

د نوبل د جایزې ګټونکو ته د سرو زرو د مډال او ډيپلوم ترڅنګ اته میلیونه کرون- شاوخوا ۹۳۰زره ډالره- هم ورکول کیږي.

څېړونکي، محقیقن او نوښتګران کلونه کلونه انتظار کوي، چې د نوبل د جایزې بنسټ یې ابتکارات په رسمیت ومني. د نوبل د جایزې پرېکړه کوونکي هم کلونه کلونه پلټنې کوي، چې معلومه کړي د کاندیدانوپه بېلابېلو علمي برخو کې شوي نوښتونه تلپاتې او په علمي اصولو ولاړي دي. د نوبل د جایزې کمېټه یوازینۍ کميټه ده، چې د محقیقینو او نوښتګرانو تېرو فعالیتونو او نوښتونو ته درناوي کوي او ارزښت ورکوي.

د نوبل جایزه د چا نوښت دی؟

سویډني شتمن او د دینامیت مخترع، الفرد نوبل، په خپل نوښت او غوښتنه دا جایزه جوړه او وټاکله. د نوبل جایزه، د طب، فزیک، کیمیا، ادبیاتو او سولې د برخې مخورو او نه ستړي کېدونکو فعالانو او نوښتګرانو ته ورکول کیږي.

دغه جایزه په لومړي ځل د ښاغلي نوبل له مړینې پنځه کاله وروسته په ۱۹۰۱م کال کې ورکړل شوه. د اقتصاد د نوبل جایزه، د سویډن مرکزي بانک په ۱۹۶۸ کال کې د ښاغلي الفرد په درنښت او یاد کې د اقتصاد د برخې د نوبل جایزه وټاکله، چې رسمي نوم یې" په اقتصاد کې د سویډن د بانک جایزه" دی.

خو د دغې جایزې د ګټلو معیار هم د نوبل د جایزې د ګټلو له معیارونو سره برابر دی او په همدې لړ کې ورکول کیږي.

څوک د جایزې ګټونکي ټاکي؟

ښاغلي نوبل په ۱۸۹۵ کال کې په خپل وصیت کې د دغې جایزې پرېکړه کوونکي مشخص کړي دي. د هغه د وصیت په اساس، د ستاکهولم د کارولینسکه انستیتوب دطب، د سویډن د شاهي علومو اکاډمۍ د فزیک او کیمیا او د سویډن اکاډمي د ادبیاتو د برخې ګټونکي ټاکي او اعلانوي.

ښاغلي نوبل په خپل وصیبت کې د سولې د جایزې د ګټونکي پرېکړه، هغه پلاوي ته سپارلي چې د ناروي پارلمان ټاکي، خو نه یې دي ویلي چې ولې یې د سولې د نوبل د جایزه پرېکړه یې ناروي ته پرېښې ده.

هغه مهال چې الفرد نوبل د دغې جایزې د ټاکلو غوښتنه کوله، سويډن او ناروي د یوه اتحاد غړي وو چې بیا په۱۹۰۵ کال له دغه اتحاد نه ووتل. ناروي په سیمه کې یوه سوله خوښي هېواد بلل کېده او سویډن پر خپلو ګاونډیانو د یرغلونو تاریخ درلود، شاید په همدې دلیل ناروې ته د سولې د جایزې د ورکولو پرېکړه سپارل شوې وي.

په نړۍ کې زرګونه کسان دغې جایزې لپاره کاندیدان وي، چې د پوهنتون استادان، وکیلان، د نوبل د جایزې مخکني ګټونکي او په خپله د نوبل د جایزې د ټاکونکو کمېتو ځينې غړي وي. د اصولو له مخې پرېکړه کوونکي باید د نوحبل جایزې د کاندیدانو هویت تر ۵۰ کلونو پورې وساتي.

د ګټونکي تر اعلان مخکې، پرېکړه کوونکي حق نلري، چې د ګټونکو په اړه خبرې وکړي، خو کله ناکله هغوی چې دغې جایزې ته نور کسان کاندیدوي، خپله پرېکړه په ډاګه کوي.