په روم کې د تېرې جمعې په ورځ له ایران سره د امریکا د اتومي مذاکراتو د پنځم پړاو له ختمېدو وروسته د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزیره کریسټي نیوم وايي چې واشنګټن تهران ته څو ورځې وخت ورکړی، چې یوې موافقې ته ورسېږي.
نیوم، چې اسرائیل ته په سفر تللې ده، د دوشنبې په ورځ مې ۲۶ (غبرګولي پنځمه) فاکس نیوز ته وویل، د امریکا او ایران ترمنځ تېره میاشت د پيل شویو اتومي مذاکراتو په اړه یې د اسرائیل صدراعظم بنیامن نتنیاهو ته د ولسمشر ټرمپ پیغام ورسوه.
نیوم تېره له صدراعظم بنیامن نتنیاهو سره ولیدل او د بیت المقدس د زوړ ښار د لویدیځ دیوال لیدو ته هم ورغله. په اسرائیل کې د متحدو ایالتونو سفیر مایک هکابي د هغې د ښه راغلاست لپاره هوایي ډګر ته ورغلی و. نیوم د متحدو ایالتونو د کابینې لومړنۍ غړې ده چې د اسرائیل د پایتخت بیت المقدس د ورځې په مراسمو کې برخه اخلي، په دې ورځ د بیت المقدس «بیا یو ځای کېدل» نمانځل کېږي او په اسرائیل کې ملي رخصتي وي.
د ایران او امریکا ترمنځ د اتومي مذاکراتو پنځم پړاو د جمعې په ورځ په روم کې وشو او عمان یې منځګړی و. نیوم وویل چې د اسرائیل مقاماتو ته یې وویل چې متحده ایالتونه له ایران سره مذاکرات «حیاتي او ارزښتناک» بولي.
اسرائیل، چې د امریکا ایتلافي دی، وار د مخه د ایران په ضد د پوځي اقدام ګواښ کړی چې د اتومي ځواک په توګه د ایران د «اسلامي جمهوریت» د رادبره کېدو مخه ونیول شي. ایران له کلونو راهېسې د اسرائیل د بربادۍ غوښتنه کوي.
نیوم وویل: «د وخت په یو لنډ زماني چوکات کې یو. مخکې له دې چې ولسمشر ټرمپ په دې اړه پرېکړه وکړي چې ایران سره به څه وشي، موږ په اونیو، میاشتو او کلونو نه غږېږو. هغوی [ایران] ته ډېر لنډ زماني چوکاټ ورکړل شوی [لنډ وخت ورکړل شوی]، د څو ورځو خبره ده. او ما د [اسرائیل] له صدراعظم څخه وغوښتل چې له ولسمشر ټرمپ سره کار وکړی چې ډاډه شو په ګډه یوه معقوله پرېکړه وشي.»
ولسمشر ټرمپ تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې مذاکره کوونکو یې له ایران سره «ډېرې ښې خبرې» کړي دي. هغه وویل: «زه فکر نه کوم چې په اینده دوو ورځو کې به تاسو ته په دې اړه ښه او یا بد خبر ولرم، احساس کوم چې شاید تاسو ته به ښه خبر درکړم.»
دا د جمعې په ورځ له غونډې وروسته د عمان د بهرنیو چارو د وزیر بدر البوسعیدي، چې په خبرو کې منځګړی دی، د څرګندونو په پرتله یوه ډېره خوشبینانه ارزونه ده. هغه په خپل ایکس حساب کې لیکلي چې په خبرو کې «ځینې پرمختګونه شوي، خو نهايي پرمختګ» نه دی شوی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران دولتي رسنیو ته ویلي چې «د مسلکي خبرو په یو ډېر مهم پړاو کې چې تر دې دمه مو لرلي» برخه واخیسته. نوموړي د نورو خبرو په اړه وخت مشخص نه کړ.
ټرمپ له اسرائيل سره په ګډه ګواښ کړی که ایران د یورانیمو غني کول د تل لپاره بند نه کړي، په اتومي تاسیساتو به یې بریدونه وکړي، د یورانیمو غني کول هغه پروسه ده چې د اتومي بمونو ترلاسه کول ممکن کوي.
تهران دا تور ردوي چې ګني د اتومي وسلو د ترلاسه کولو لټه کوي او ټېنګار کوي، چې د یورانیمو غني کول به روان ساتي. تهران همدغه راز د هغو وړتیاو رغول منلې، چې اجازه ورکولای شي په اینده کې اتومي وسلې جوړې کړي.