د ناروې د کډوالو شورا (NRC) مشر وایي، په ایران کې جګړو او بېثباتۍ د افغان کډوالو په ګډون د میلیونونو خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د دې شورا مشر یان ایګلنډ، چې تازه یې ایران ته سفر کړی، د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي، چې په ایران کې جګړو او ناامنو له کبله ، د ایراني کورنیو او افغان کډوالو په ګډون څه باندې درې میلیونه کسان اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.
ایګلنډ ویلي، اکثره بېځایه شوي کسان نه یوازې خپلو کورونو پریښودلو ته اړې شوي، بلکې خپلې سپمول شوې پیسې او شتمنۍ یې هم له لاسه ورکړي دي. د ایګلنډ په خبره، د ځینو کورنیو خپل خپلوان هم پدې جګړې کې وژل شوي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر زیاته کړې، چې د جګړو اغېزمنو شویو افغان کډوالو او ایراني کورنیو ته د مرستو رسولو لپاره د بودیجې له جدي کمښت سره مخ دي، او دا وضعیت د بشري مرستو بهیر له ستونزو سره مخ کړی.
د ناروې د کډوالو شورا د شمېرو له مخې، اوس مهال په ایران کې شاوخوا ۴.۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې اکثره یې د اقتصادي ستونزو، ناامنۍ او د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې هیواد ته تللي.
د راپورونو له مخې، پدې تیرو څو میاشتو کې په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت لا پسې ستونزمن شوی، او ګڼ شمېر افغانان د اقتصادي فشارونو، د استوګنې محدودیتونو او د اجباري ستنولو له خطر سره مخ دي. د بشري مرستو ادارو خبرداری ورکړی، چې سیمهییزې جګړې او سیاسي بېثباتي کولی شي د افغان کډوالو بشري وضعیت نور هم خراب کړي