ان‌ ار سي: که افغانستان سره مرستې ونشي، د ټول سیستم د سقوط خطر شته

جاکوپو کاریدي، د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان د برخې رئیس

د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان د برخې رئیس خبرداری ورکړی چې که نړیواله ټولنه د افغانستان له اقتصادي پراختیا سره مرسته ونکړي نو د ټول سیستم د سقوط خطر لیدل کیږي.

جاکوپو کاریدي له امریکا غږ سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: «د سیستم سقوط معنا دا ده چې یو ځل بیا به د ۱۰، ۱۵، او ۲۰ کلونو پخوا په څېر بهر ته د افغانانو د پراخ مهاجرت بهیر پیل شي.»

کاریدي د افغانستان په څېر یو هېواد کې چې دوه پر درېیمه برخه نفوس یې له ۲۵ کلونو کم عمر لري، زده کړو او کارموندنې ته محدود لاسرسی یوه «لویه اندېښنه» وبلله چې له امله یې، د نوموړي په خبره، ځوانان د هېواد پرېښودو ته زړه ښه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې، د ان ار سي ددغه چارواکي د معلوماتو له مخې، شاوخوا شپږ میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي او ډېری یې په جلال آباد، کندهار، هرات، کابل او څو نورو ښارونو کې مېشت شوي دي.

کاريدي وویل: «په دغو ښارونو کې خدمتونه له مخکې نه کم وو او د موجودو اوسېدونکو اړتیاوې په بشپړه توګه نه پوره کېدې. اوس موږ ګورو چې ټولنیز او عامه خدمتونه د ټولو خلکو لپاره د خدماتو په برابرولو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.»

خو له دې سره سره، له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د راستنېدو بهیر روان دی.

د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان د څانګې رئیس وویل: «له همدې امله له پاکستان او ایران څخه غواړي چې د جبري ستنولو بهیر ورو کړي، ځکه چې اوسنی وضعیت ډېر حساس او بحراني دی او د ټولو خلکو لپاره کافي خدمتونه نشته.»

هغه وویل چې د نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوي څو د راستنېدونکو د بیا ادغام او په ټولنه کې د ځای پر ځای کېدو لپاره «یوه مناسبه او منظمه تګلاره» جوړه شي.

د ناروې د کډوالو شورا او نورو نړیوالو مرستندویه موسسو اندېښنه ښودلې چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې، اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره دغه موسسې له نړیوالې ټولنې څخه کافي بودیجه نه ترلاسه کوي.

جاکوپو کاریدي وویل چې اداره یې اړ شوې چې په افغانستان کې د خپلو دفترونو ۵۰ سلنه وتړي او تېر کال یې د خپلو کارکوونکو ۶۰ سلنه قراردادونه لغوه کړي دي.

دغه چارواکي وویل چې د بودیجې د کمښت له امله نشي کولی د پخوا په څېر اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي.