د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ افغانستان څانګې ته د یو پیغام په استولو سره لیکلي چې د نورستان د سېلابونو په اړه خبر دي او له زیانمنو شویو خلکو سره خواخوږي ښيي.
د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ [جولای ۲۵مه] په یو لنډ پیغام کې لیکلي: "زموږ خواخوږي له هغو کسانو سره ده چې ژوند یې د دې وحشتناک طبیعي ناورین له امله اغېزمن شوی دی."
خلکو امریکا غږ ته ویلي چې اوس هم د لادرکه کسانو لټون روان دی او دغه بهیر له ستونزو خالي نه دی.
د ملګرو ملتونو په وینا مرستندویه ډلې يې په سیمه کې حضور لري خو د ژغورنې او مرستو بهیر د لارو د خرابوالي په خاطر له ستونزو سره مخ دی.
تردې مخکې، د ملګرو ملتونو د مرستو دهمغږۍ ادارې د عامه اړیکو مسوولې او ویاندې، اولګا چیریوکي امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د زیانونو کچه تر هغه هم لوړه ده چې تر اوسه يې اټکل کېده.
په نورستان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې په سېلابونو کې تراوسه ۲۴ کسان مړه شوي او ۸۵ ټپیان شوي دي. د معلوماتو له مخې اوه مارکېټونه او ۹۵ دوکانونه نړیدلي دي.
افغانستان سره د مرستو په تړاو د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په خپل پیغام کې لیکلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښونې يي "هر ډول بهرنۍ مرستې ځنډولې دي چې ممکن د طالبانو لاس ته ورسېږي".