د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وایي چې پر افغان مرسته رسونکو میرمنو د طالبانو د حکومت محدودیتونو، په افغانستان کې اړمنو میرمنو او نجونو ته د مرستې رسونې بهیر له ننګونو سره مخ کړی دی او له مرستو څخه یې د هغوی د محرومیت خطر زیات کړی دی.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ د جمعې په ورځ (نومبر ۲۷) د ښځو په وړاندې د تاریخوالو د پای ته رسیدو د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت په یوه پیغام کې ددغو محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.
بلخوا د ملګرو ملتونو د میرمنو د بنسټ او ددې بنسټ د همکارو موسسو په یوې تازه سروې کې ښکاري چې د ۹۰ مرسته رسوونکو بنسټونو څخه چې په دې سروې کې یې برخه اخیستې، ویلي دي چې د طالبانو محدودیتونو په یو شمیر ولایتي دفترونو کې د هغوی د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیولې ده.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له واکمنیدو وروسته، میرمنې او نجونې په ډیرو دولتي او غیر دولتي موسساتو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو څخه منع کړې.
ملګرو ملتونو په وار وار ددغو محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده او په افغانستان کې یې اړمنو میرمنو او نجونو ته د مرستو د رسولو په برخه کې د مرسته رسوونکو میرمنو د کار پر ارزښت ټینګار کړی دی.
د طالبانو حکومت له دې وړاندې له دغو محدودیتونو دفاع کړې او هغه یې د افغانستان د خلکو د فرهنګ او د اسلامي شریعت سره برابر بللي دي.