د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لا هم لوړه ده او د وروستیو څو میاشتو پېښو، په ځانګړي ډول جګړو او طبیعي پېښو، د هېواد بشري وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.
د افغانستان تر نیمایي ډېرو ولایتونو کې خلک د اړتیا وړ خوراکي توکو، په ځانګړي ډول اوړو، د پېرلو توان نه لري.
د اوچا موندنې ښيي چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې لږ تر لږه ۴۰ سلنه هغه خلک چې د خوړو له پلوه خوندي ندي، د خوراکي توکو له جدي او بحراني کمښت سره مخ دي.
بدخشان، بلخ، بامیان، دایکندي، فاریاب، غور، جوزجان، کونړ او سرپل هغه ولایتونه یاد شوي چې د خوراکي توکو د شدید کمښت له کبله تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام، چې د اوچا رپوټ د همدغې ادارې د سروې پر بنسټ جوړ شوی، ټینګار کړی چې په افغانستان کې میلیونونه کسان، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، بیړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
دې ادارې ویلي چې د بشري مرستو لپاره د بودجې د کمښت له امله، ډېرو اړمنو کسانو ته مرستې نشي رسول کیدلای.
د پخوانیو ستونزو تر څنګ، لکه پرلهپسې وچکالۍ، لوړه کچه بېکاري او ویجاړ اقتصادي وضعیت، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېرو څو کلونو کې د افغانستان خلک ورسره مخ دي، یو شمېر نور عوامل هم دي چې د ملګرو ملتونو له خوا د اوسني بشري وضعیت د خرابېدو سبب بلل کیږي.
یو مهم عامل د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي شخړې دي چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د درنو ځاني تلفاتو او د روغتیايي کلینیکونو په ګډون د زیربناوو د ویجاړېدو ترڅنګ، د پاکستان سره په سرحدي ولایتونو کې تر سل زرو ډېر خلک بېځایه کړي دي.
اوچا د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله په زیانمنو سیمو کې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو او امیندواره ښځو ترمنځ د خوارځواکۍ د کچې د لوړیدو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.
همدارنګه په تېرو دوو میاشتو کې سختو سېلابونو د افغانستان ۳۱ ولایتونه اغېزمن کړي چې له امله یې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي او د کرهنې او اوبو رسولو زیربناوو ته هم پراخ زیان اوښتی دی.
ددې تر څنګ نړیوال بانک په خپل نوي رپوټ کې ویلي سره له دې چې افغانستان له سخت بشري وضعیت سره مخ دی، د افغانستان اقتصاد نسبي وده کړې ده.
د رپوټ له مخې، دا وده تر یوه بریده د کورني تقاضا د زیاتېدو او هېواد ته د نږدې څلورو میلیونو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له امله رامنځته شوې، خو د ګڼو ستونزو له امله یې د خلکو پر ژوند او عوایدو مثبت اغېز نه دی کړی.
رپوټ زیاتوي چې د نفوسو زیاتوالی، په ځانګړي ډول د کډوالو پراخ بېرته راستنېدل، د انفلاسیون لوړېدل او د بهرنیو مرستو کمښت، د خلکو پر معیشت فشار زیات کړی، د ژوند سطحه یې ټیټه کړې او د خوړو ناامني او بېوزلي یې نوره هم شدیده کړې ده.
نړیوال بانک د افغانستان بهرنی اقتصاد هم نازک بللی او ویلي یې دي چې د وارداتو زیاتوالی او د صادراتو کمزوري، سوداګریز کسر زیات کړی او ښایي سږ کال د اقتصادي ودې کچه څلور سلنه راټیټه کړي.
نړیوال بانک وړاندوینه کړې چې ښایي د روان کال تر ژمي پورې په افغانستان کې د شدیدې خوراکي ناامنۍ له خطر سره د مخ کسانو شمېر شاوخوا درې نیم میلیونه نور هم زیات شي.
ملګرو ملتونو اټکل کړی چې د افغانستان له ۴۰ سلنې څخه ډېر خلک له شدیدې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي.