د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) په افغانستان کې د روژې میاشتې رابره کیدو او په دغه هیواد کې د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ د اړمنو افغانانو اړتیاو ته په کتنې ویلي چې په دغه میاشت کې میلیونونه افغانان په دې نه پوهیږي چې بل ځل ته به خواړه له کوم ځای ترلاسه کړي.
اوچا د یکشنبې په ورځ مارچ دوئیم ( کب ۱۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا) ویلي چې په افغانستان کې ۳.۱ میلیون وګړي د خوړو د نه خوندیتوب په بیړني حالت کې قرار لري. اوچا په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو د شمیر د زیاتیدو سره هممهاله په دغه هیواد کې د بشري اړتیاو د پوره کیدو لپاره د بودیجې په کمښت باندې هم اندیښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې اړمنو افغانانو د اړتیاو د پوره کولو لپاره د ۱.۹ میلیاردو ډالرو د اړینې بودیجې یوازې ۹.۹ میلیونه، چې د ټولې اړینې بودیجې صفر اعشاریه نهه فیصده کیږي تراوسه ترلاسه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د نړیوالې ټولنې څخه د افغانانو ته د نورو مرستو د چمتو کولو غوښتنه کړې ده.
افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د بودیجې د کمښت په اړه اوچا دا اندیښنه په داسې حال کې څرګنده کړې چې ددې دمخه د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم په افغانستان کې د بشري بحران په پراختیدو اندیښنه ښودلې وه او دغه هیواد سره یې د بشري مرستو د دوام غوښتنه یې کړې وه.
ددغې کمیټې عمومي رئیس پیر کراهنبول د فبرورۍ ۲۴( کب شپږم) افغانستان ته د اوه ورځیني سفر په پای کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه هیواد کې بشري وضعیت زښت زیات خراب پاتې شوی او اوس مهال میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د سور صلیب نړیوالې کمیټې په دې اعلامیه کې ویلي چې ددغې کمیټې عمومي رئیس پیر کراهنبول افغانستان ته د خپل سفر پرمهال د طالبانو د چارواکو سره د لیدو کتنو ترڅنګ په کابل کې ددغې کمیټې په مرسته د فزیکي توانمندۍ د یو مرکز څخه هم لیدنه کړې ده.
نوموړي ډاډ ورکړی چې ددغې کمیټې بشري مرستې به اړمنو افغانانو ته په ځانګړي ډول اړمنو افغانانو لپاره د فزیکي توانمندۍ پروګرام دوام ته چې د ماینونو او د جګړو څه د پاتې شویو ناچاودو توکو په چاودنو کې معلول شوي دوام ورکړي.
هغه په افغانستان کې په بې طرف او خپلواک ډول د اړمنو کسانو د اړتیاو د پوره کولو لپاره د بشري مرستو په رسولو ټینګار کړی دی.
نړیوال بانک د افغانستان د وضعیت په اړه په یو وروستي راپور کې ویلي چې دغه هیواد د خوړو د نه خوندیتوب د یو پراخه بحران سره مخ دی او اوس مهال ۲.۹ میلیونه افغانان د لوږې د حالت سره د مخ کیدو په درشل کې ولاړ دي.
دغه بانک په یو راپور کې ویلي چې همدا اوس ۱۲.۶ میلیونه افغانان چې د افغانستان د ټولو وګړو د دریو څخه یوه برخه جوړوي د خوړو نه خوندیتوب حالت تجربه کوي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې اقتصادي بې ثباتي، د اقلیم بدلون او د افغانستان د کرهڼې په سکټور کې اختلالات افغانستان د خپلو اړتیاو په پوره کولو کې د ستونزو سره مخ کړی دی.
په دې راپور کې ویل شوي چې په داسې حال کې چې نړۍ پریکړه کړې چې د ۲۰۳۰ کال پورې لوږه صفر کچې ته ورسوي، خو په افغانستان کې بشري ستونزې دغه هدف ته د رسیدلو په برخه کې یو متفاوت تصویر وړاندې کوي.