د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر( اوچا) د آیرلینډ هیواد له لوري افغانستان سره د ۳میلیونه یورو د مرستې خبر ورکړی.
اوچا سه شنبه د غبرګولي پر پنځمه، پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې دغه پیسې د ایرلنډ له خوا «د افغانستان د بشري مرستو صندوق» ته ورکړل شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر زیاته کړې چې د ایرلنډ دا مرسته به بشري ملاتړ پیاوړی کړي او هغو زیان منونکو سیمو خلکو سره به مرسته وکړي چې د خراب اقتصادي او بشري شرایطو سره مخ دي.
اوچا په داسې حال کې د ايرلند هیواد د مرستې خبر ورکوي چې، د خوړو نړیوال پروګرام په یوه وروستی راپور کې ویلی ، که څه هم په افغانستان کې د ځینو خوړو بیې لږ راټیټې شوې دي، خو کورنۍ لا هم د کمزوري پیرودو ځواک او محدودو کاري فرصتونو سره مخ دي.
ورځنیو کار ونو ته لاسرسی په اوسط ډول دوه ورځې په اونۍ کې کم شوی، چې د تیر کال په پرتله د پام وړ کموالی دی.
ددغې ادارې د راپور له مخې، که څه هم د ځینو توکو د بیو ټیټوالی کولی شي پر کورنیو لنډمهاله فشار کم کړی، خو دوامداره بې کارۍ او د توکو د پیرودلو بي وسي لا هم د افغانانو لپاره له لویو ننګونو څخه شمیرل کیږي..
د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې خبر دارې ورکړې چې اقتصادی بحران، پراخې بیکارۍ او وچکالی میلیونونه افغان کورنۍ د خوړود کمښت سره مخ کړی دي .
د راپور ونو له مخې افغانستان لا هم د نړۍ له هغوهیوادونو څخه گڼل کیږي چې د لویو بشری بحرانونو سره مخ دی او میلیونونه خلک يې د کلونو شخړو، اقتصادی او طبیعی ناورینونو له امله پر نړیوالو مرستو تکیه لري.
نړیوالو سازمانونو بیا بیا خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو د کار او زده کړو محدودیتونو د فقر کچه نوره هم زیاته کړې او د هېواد په کچه د بشری او اقتصادی رغونې هڅې يې محدودې کړي دي.