په ټوله نړۍ کې هیوادونه هڅه کوي چې د هغې تفریحي بیړۍ شاوخوا ۴۰ تنه سپرلي وڅاري چې د هانتا د وژونکي ویروس له خپریدو وروسته له دغې بیړۍ څخه وتلي څو نورو ته د دې ویروس د خپریدو مخه ونیسي.
د کښتۍ چارواکو ویلي چې دوی د هغو ټولو سپرلیو سره اړیکه نیولې چې د اپریل په ۲۴ د اطلس سمندر جنوب کې په سینټ هیلینا کې له کښتۍ څخه وتلي وو. په دې کښتۍ کې د اوو برتانوي او شپږو امریکایي اتباعو په ګډون لږترلږه د ۱۲ هیوادونو اتباع شامل دي.
د ناروغیو کنټرول او مخنیوي لپاره د متحدو ایالتونو مرکز (CDC) ویلي چې دوی وضعیت له نږدې څاري او زیاته یې کړه چې په متحدو ایالتونو کې د ویروس د اخته کیدو خطر ډیر ټیټ دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د یوې هالنډي جوړې او یو جرمن اتباع په شمول د کښتۍ درې سپرلي د ویروس له امله مړه شوي دي او د سویس د یوه تبعه په ګډون په اتو کسانو د ویروس د اخته کیدو شک کیږي.
د سویس د روغتیا چارواکو تایید کړې چې یو مسافر چې له کښتۍ څخه وتلی او سویس ته راستون شوی د دې ویروس د انډین ډول سره اخته شوی دی.
متخصصین وايي چې هانټا ویروس په نادره مواردو کې له یو کس څخه بل کس ته انتقالیږي. د روغتیا نړیوال سازمان هم ټینګار کړی چې د خلکو په منځ کې د هانټا ویروس د اخته کیدو خطر خورا ټیټ دی او باید ویره ونلري.
د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره د اروپا مرکز (ECDC) ویلي چې دغه کروز کښتۍ، چې لسګونه مسافر یې لیږدول، د چهارشنبې په ورځ د کیپ ورډ ته نږدې له خپل ځای څخه ووتله او تمه کیږي چې د یکشنبې په ورځ د هسپانیا قناري ټاپوګانو کې ودریږي.
دغه تفریحي کروز کښتۍ شاوخوا درې اونۍ دمخه د شاوخوا ۱۵۰ سپرلیو سره له ارجنټاین څخه ووتله او د کیپ ورډ ته روانه وه، خو د لویدیځې افریقا ساحل ته نږدې ټاپو هیواد په کښتۍ کې ناستو سپرلیو ته د وبا د خپریدو له امله هیواد ته د ننوتلو اجازه ورنکړه.
ویروس د ځینو څارویو د ملا له لارې انسانانو ته لیږدول کیږي او د تنفسي او پښتورګو جدي ستونزې رامینځته کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د دې لپاره هیڅ واکسین یا درملنه نشته، خو لومړنۍ درملنه کولی شي د ژوندي پاتې کیدو چانس زیات کړي.