د هرمز تنګي د پرانیستلو هېلو د تیلو قیمتونه ټیټ کړي

د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د ممکنې سولې په اړه راپورونو د د پنجشنبې په ورځ (د مۍ اوومه) په نړیواله کچه د تیلو قیمتونه نور هم ټیټ کړل.

رویټرز د رسمي سرچینو له خولې خبر ورکړی چې امریکا او ایران داسې یوې محدودې او موقتي هوکړې ته نږدې شوي چې له مخې یې ښايي د هرمز ستراتیژیک تنګی د نفتو او نورو صادراتي مالونو پر مخ پرانیستل شي.

د برینټ نړیوال معیار او لویدیځ ټکساس دواړو د نفتو قیمت نږدې اووه سلنه کم شوی او د یو بیرل بیه له ۱۰۰ ډالرو کمه شوې ده.

د امریکا د ونډو د بازار دوه عمده شاخصونه نسډک او ایس انډ پي ۵۰۰ په بې ساري ډول لوړ شوي دي.

په داسې حال کې چې د سولې ممکنه تړون ته د تهران د ځواب تمه کیږي، د بیړیو څارونکو د پنجشبنې په ورځ په هرمز تنګي کې تګ راتګ ثبت کړی دی.

په نړیوال اقتصاد باندې په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ د اغیزو سره سره، په امریکا کې د خصوصي شرکتونو د معاشونو شمېرو د پنجشنبې په ورځ، وښودله چې د اپریل په میاشت کې لږ ترلږه ۱۰۹ زره دندې زیاتې شوې دي. دا په امریکا کې په تیرو ۱۵ میاشتو کې د دندو په شمېر کې تر ټولو پراخ زیاتوالی دی، او د کار موندنې په برخه کې دوامدار ثبات ته اشاره کوي.

د مارچ په میاشت کې هم ۱۷۸ زره دندې په داسې حال کې زیاتې شوې وې چې اقتصادپوهانو د یوازې ۶۲ زرو دندو د زیاتېدو اټکل کړی و.

ټاکل شوې ده چې د اپریل د میاشتې د دندو رسمې شمیرې د جمعې په ورځ خپرې شي.