د بشري حقونو د څار او بخښنې نړیوال سازمانونه وايي، د یو نړیوال جرم په توګه د جنسیتي اپارتاید د پېژندلو لپاره نړیوالې هڅې مهم پړاو ته رسېدلي دي؛ هغه څه چې د افغان ښځو د حقونو فعالان یې له کلونو راهیسې غوښتنه کوي.
د دغو سازمانونو او د جنسیتي اپارتایډ د ختمولو نړیوال کمپاین په خپله ګډه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ (اګست ۶) خپره شوه، ویل شوي چې ۱۴ هېوادونو غوښتنه کړې چې جنسیتي اپارتاید د نړیوال جرم په توګه وپېژندل شي.
په اعلامیه کې راغلي چې د ایسلنډ، مکسیکو او تیمور-لېسته په ګډ وړاندیز کې، په ځانګړې توګه د حقونو لپاره د افغانستان د ښځو مبارزې ته اشاره شوې او ویل شوي چې په نړیوال قانون کې د جرم په توګه د جنسیتي اپارتاید د شاملولو اړتیا د افغان ښځو له مبارزې څخه سرچینه اخلي.
د اعلامیې له مخې، ددغو هېوادونو په غوښتنو کې ټینګار شوی چې د افغانستان ښځې «له کلونو راهیسې له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې هغه شرایط چې پر دوی باندې تپل شوي دي، د جنسیتي اپارتاید په توګه وپېژني. دا اصطلاح د دوی په وینا، د هغو ځانګړو او نسل په نسل ورپېښو شویو زیانونو او ظلمونو تر ټولو غوره تشریح ده چې پر دوی باندې تحمیل شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر تعلیم، کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې پر ګډون پراخ محدودیتونه لګېدلي دي. د نجونو له شپږم ټولګي پورته زده کړې منع شوي او ښځې د ډېرو دولتي او خصوصي دندو او د ټولنې له ګڼو برخو څخه ایستل شوې دي.
د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو ویلي چې دغو محدودیتونو د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیک تبعیض په اړه جدي اندېښنې راپورته کړي او د نړیوال جرم په توګه د جنسیتي اپارتاید د پیژندلو د کمپاین د عمده دلیل بلل کېږي.
خو د طالبانو حکومت په وار وار ويلي دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغانستان د ټولو اتباعو حقونه خوندي دي.
په عین وخت کې، د بشري حقونو له ۵۰ څخه زیاتو مخکښو کارپوهانو د جنسیتي اپارتاید د ناوړو اغیزو په اړه یوه نړیواله اعلامیه لاسلیک کړې چې ټاکل شوې د اګست په ۱۳مه په رسمي توګه خپره شي.
د اعلامیې موخه د طالبانو لخوا د جنسیتي محدودیتونو پر وړاندې د افغان ښځو او نجونو د مبارزې ملاتړ ښودل شوی دی.
تنظیموونکي وايي، دغه اعلامیه د ۱۸ میاشتو نړیوالو مشورو په پایله کې چمتو شوې او په کې نړیوال حقوقپوهان، د ښځو د حقونو مدافعان او افغانې فعالانې شاملې دي.
ددغې اعلامیې د خپرولو او همدارنګه په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو د پنځو کلونو د پوره کېدو په هدف یوې انلاین غونډې ته ګڼ شمېر افغان او نړیوال کارپوهان وربلل شوي دي.
د نړیوال جرم په توګه د جنسیتي اپارتاید د پېژندلو لپاره د هېوادونو رسمي وړاندیزونه د یوې اوږدې حقوقي پروسې پیل بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشریت ضد جرمونو د مسودې په اړه اصلي خبرې اترې په ۲۰۲۸ کال کې پیلېږي او په دغو جرمونو کې د جنسیتي اپارتاید د شاملولو په اړه به د هېوادونو مقدماتي بحثونه دوام ولري.
د بشري حقونو سازمانونه له نورو هېوادونو غواړي چې له دې بهیر سره یوځای شي او د یو نړیوال جرم په توګه د جنسیتي اپارتاید د پیژندلو ملاتړ وکړي.
دغه سازمانونه ټینګار کوي چې د دې هڅې اهمیت یوازې د افغانستان په اوسني وضعیت پورې محدود نه دی؛ بلکې هدف یې دا هم دی چې په نړیوال قانون کې داسې چوکاټ رامنځته شي چې د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیک ظلم د تکرار مخه ونیسي او د عاملانو د محاکمه کېدو لپاره یې زمینه برابره کړي.