د هنګري د یکشنبې ورځې په ولسمشریزو ټاکنو کې د مخالف تېسا ګوند چې مشري یې پېتر ماګیار کوي، د بریا اعلان وکړ او د اوږدې مودې مشر ویکتور اوربان ته یې ماتې ورکړې ده. اوربان د تېرو ۱۶ کلونو راهیسې پر دغه هېواد واکمن و.
د رسمي پایلو له مخې، چې نږدې ټولې رایې شمېرل شوې دي، تمه کېږي چې د منځ-ښي اړخ تېسا ګوند د پارلمان له ۱۹۹ څوکیو څخه لږ تر لږه ۱۳۸ څوکۍ وګټي، په داسې حال کې چې د اوربان ملتپال ګوند لږ تر لږه ۵۵ څوکۍ ترلاسه کړې دي.
ماګیار د خپلې بریا په وینا کې وویل: «د اساسي قانون د دوه پر درېیمه اکثریت په لرلو سره، موږ به د توازن او څار نظام بېرته راژوندی کړو.» هغه ژمنه وکړه چې هغه به هنګري د اروپايي عامه څارنوالۍ دفتر په څیر یو شمېر اروپايي بنسټونو ته بېرته ورګډ کړي.
ماګیار زیاته کړه: «هنګري به یو ځل بیا په اروپايي ټولنه او ناټو کې یو قوي متحد وي.»
اوربان، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې متحد بلل کېږي، خپله ماتې منلې ده. هغه د ټاکنو پایلې «دردناکې» وبللې او بریالي ګوند ته یې مبارکي ورکړه.
اوربان د دوو جلا دورو لپاره د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې او ټولټال یې ۲۰ کاله پر هنګري واکمني کړې ده.
د برتانیې لومړي وزیر کایر سټارمر ماګیار ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې د هغه د ګوند بریا د هنګري او اروپايي ډیموکراسۍ لپاره «تاریخي شېبه» ده.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون او د جرمني صدراعظم فریدریش مرز هم ماګیار ته د بریا مبارکي ورکړه.
روسیې ویلي چې د هنګري نوي مشر ته به مبارکي ورنه کړي، ځکه مسکو دا هېواد د هغو «غیر دوستو هېوادونو» په ډله کې شامل کړی چې پر روسیې د بندیزونو ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د هنګري د ټاکنو د پایلو په اړه د امریکا غږ د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.