په پاکستان کې د سیلابونو له امله له ۱۰۰ زیات کسان مړه شوي

د پاکستان حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي په تېره یوه میاشت کې د موسمي بارانونو او ناڅاپي سیلابونو له امله په دغه هېواد کې له ۱۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د موسم د وړاندوینې ادارو د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې د روانې اونۍ په ترڅ کې د نورو سختو بارانونو اټکل کړی دی.

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د دوشنبې په ورځ (جولای ۲۷مه) وویل چې د جون له ۲۶مې راهیسې د سیلابونو له امله په ټول هېواد کې ۱۰۹ کسان مړه شوي دي.

د ډېرو کسانو د مړینې لامل د کورونو د دیوالونو او چتونو نړېدل بلل شوي او زیاتره پیښې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې شوي دي.

د ژغورنې عملې هڅه کوي هغو خلکو ته ځانونه ورسوي چې سیلابونو محاصره کړي او بند پاتې خلکو ته د کښتیو په وسیله خوراکي توکي رسول کیږي.

مسئولین وايي تر اوسه له ۱۰۰ څخه زیات کسان ژغورل شوي او په لسګونو یې خوندي سیمو ته لیږدول شوي دي.

خو ځینو سیلاب ځپلیو ویلي چې مرستې ورته په ځنډ رسېږي او د څښاک د اوبو او درملو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې دا اونۍ په یوه غونډه کې په ټول هېواد کې د سېلابونو پر وړاندې د چمتووالي وضعیت وڅېړه. په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د سیندونو پر غاړه مېشتو سیمو ته به پر وخت خبرداری ورکول کېږي چې خلک خوندي ځایونو ته ولاړ شي او یا د سېلابونو له را رسېدو مخکې وایستل شي.

تېره اوونۍ د پاکستان په ګڼ میشتي ښار لاهور او شاوخوا سیمو کې سخت بارانونه وشول. په لاهور کې یو شمېر سیمې تر اوبو لاندې شوي او ځینو اوسېدونکو یې د حکومت د چمتووالي په اړه نیوکې کړې دي.

چارواکو په وروستیو میاشتو کې خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۲ کال د خونړیو سېلابونو د تکرار احتمال نه شي ردولای.

د هغه کال د سېلابونو له کبله د پاکستان شاوخوا درېیمه برخه تر اوبو لاندې شوې وه، له ۷۰۰۰ زیات کسان په کې مړه شوي وو او میلیونونه نور له خپلو کورونو بې ځایه شوي وو.