پاک، افغان، تاجک او روسي مشران مذاکرات کوي

پاک، افغان، تاجک او روسي مشران مذاکرات کوي

ټاکل شوی ده چې په راتلونکو پنځو ورځو کې د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او روسیې د جمهور رئیسانو او پلاویو تر منځ د تاجکستان پلازمینی دوشنبې ښار کې خبرې پیل شي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان موسی زي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د څلورو ګاونډیو هیوادونو مشران به د ترهګری، مخدره موادو، اقتصادي همکاریو او د سیمې د ثبات په اړه په یو ورځني کنفرانس کې ګډون وکړي. د عمومي غونډې تر څنګ به د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی دریو ګډون کوونکو هیوادونو د ولسمشرانو سره دوه اړخیزې خبرې هم وکړي.