پنجاب حکومت پښتنو ته سپکاوې کړی، بخښنه دې وغواړي-داوړ

د جنوبي او شمالي وزیرستان نه د پارلمان غړو او د پښتون تحفظ تحریک اساس ایښودونکي مشرانو محسن داوړ او علي وزیر په پارلمان کې د پښتنو سره د نژادي تبعیض ضد احتجاج وکړ

د پاکستان د پنجاب حکومت درې ورځې مخکې د نژادي تبعیض ضد یو اعلان خپور کړ چې پکې یې د پښتون تحریک د مشرانو ( منظور پښتین، علي وزیر او محسن داوړ) عکسونه وښودل.

د دغه اعلان د خپریدو نه وروسته په ټولنیزو رسنیو د بشري حقونو فعالانو کلک غبرگون څرگند کړ او دا یې نه یواځې د پښتون تح‏ریک سپکاوې خو د ټول قوم د ترهگرو په توگه معرفي کول وباله.

محسن داوړ د پنجاب د حکومت نه غوښتي چې د پښتون قام سپکاوې یې کړیدی او هغوي دې بخښنه وغواړي.

د امریکاغږ نزرانه یوسفزۍ د ښاغلي محسن داوړ سره مرکه کړیده، تاسو ته یې در اورو

Your browser doesn’t support HTML5

د ښاغلي محسن داوړ سره مرکه