د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وایی چې د طالبانو سره د خبرو له لارې د امنیتی شخړې حل کولو هڅې ناکامې شوي او اسلام آباد دا تضمین نه دی ترلاسه کړی چې د افغانستان خاوره به د وسله والو ډلو لخوا د پاکستان دننه بریدونو لپاره ونه کارول شي.
پاکستان بیا بیا له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې افغانستان څخه د وسله والو ډلو د عملیاتو مخه ونیسی، خو د دفاع وزیر ویلی چې د طالبانو چارواکي لیکلي تضمینونه نه ورکوي.
آصف زیاته کړه چې له طالبانو سره هر راتلونکی تعامل باید عینی او عملی تضمینونه ولري.
پاکستان او طالبانو په وروستیو کلونو کې څو پړاوونه خبرې اترې کړي، خو د پاکستان د دفاع وزیر په وینا، دې هڅو پرمختګ نه دی کړی.
آصف زیاته کړه چې هېواد یې له هرې ممکنه لارې هڅه کړې، خو اړین تضمینونه او ژمنې یې نه دي ترلاسه کړي.
د آصف په وینا، پاکستان دا تضمین غوښتی و چې هغه وسله وال چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته اوښتي دی، بېرته پولې ته نږدې سیمو ته نه راګرځی.
"هغوی (طالبان) هر څه په شفاهی توګه موافقه وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې موږ ته په لیکلي ډول څه نه راکوي"
د پاکستان د دفاع وزیر دا هم ویلي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې، له ۴۳۰۰ څخه زیات پاکستاني سرتیري او ملکی وګړي د وسله والو ډلو په بریدونو کې وژل شوي دي.
پاکستان څو ځله د بریدونو د زیاتوالي پړه پر TTP اچولې او طالبانو حکومت یې تورن کړی چې ددې ډلې فعالیتونه یې نه دي محدود کړي.
خو طالبانو دا تورونه رد کړی او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد نه کارول کېږی.