ټاکل شوې وه، چې اجرايي رئیس عبدالله عبدالله د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف په بلنې، د مۍ په دویمه او درېیمه پاکستان ته ولاړ شي.
خو، ښاغلي عبدالله په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د کابل د ننني برید په اړه د لومړنیو شواهدو له موندلو وروسته یې اسلام اباد ته خپل پلان شوی سفر وځنډوه.
After initial evidence of today%27s suicide attack in #Kabul, CE Dr. Abdullah decided to postpone his upcoming official visit to #Pakistan.1/2
— Dr. Abdullah (@afgexecutive) April 19, 2016
ښاغلي عبدالله نه په ښکاره ویلي نه دي، چې پاکستان دې په دغه برید کې ښکیل وي، خو د هغه ویاند مجیب الله رحیمي د امریکا غږ اشنا ته وویل چې، لومړني شواهد ښيي، په پاکستان مېشتو ترهګرو ډلو دا حمله کړې او یا یې په پاکستان کې تنظیم کړې ده.
طالبانو، د ملي امنیت پر یوې څانګې د دغه ځانمرګي برید مسولیت اخیستی دی، چې په کې شاوخوا ۳۰ تنه ووژل شول او ۳۳۰ نور ژوبل شول.
له برید سمدستې وروسته د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف افغان حکومت ته په یو استول شوي پیغام کې دغه برید په کلکه وغنده او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي وښوده.
افغان حکومت په وار وار پاکستان د طالبانو په ملاتړ او له هغوی سره په همکارۍ تورن کړی، خو پاکستان یې نه مني.