پاکستاني پوځي مشر ولی په نابلل شوي سفر واشنګتن ته راغلی؟

د پاکستان د پوځ لوی درستیر راحیل شریف

د پاکستان د پوځ لویې درستیز جنرال راحیل شریف واشنگټن ته راغلی چې د امریکایي چارواکو سره په کتنو کې د پاکستان په سیمه ییز اهمیت ټینگار وکړي او له امریکا وغواړي چې د پاکستان سره خپلې پوځي مرستي جاري وساتي.

دا په داسې حال کې دي چې د واشنگټن د ویلسن په څیړنیز مرکز کې د افغانستان او پاکستان د چارو کارپوه مایکل کوگلمن د امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې ویلي دي چې د ٢٠١۴ کال په پای کې په افغانستان کې د امریکا د محاربوي ماموریت له پای ته رسیدو وروسته امریکا فکر کوي چې پاکستان اوس دومره ستراتیژیک اهمیت نه لري.

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان او پاکستان د چارو د کارپوه مایکل کوگلمین مرکه دلته اوریدای شئ: