د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي دي چې د پاکستان ځانګړې پوځي کړۍ پر شاه شهید، قصبه او د پولیسو په اکاډمۍ په بریدونو کې لاس درلود.
د ملي امنیت ریاست ویاند حسیب صدیقي نن خبریالانو ته وویل چې " په دې بریدونو کې له داسیچاودیدونکي موادو څخه کار اخیستل شوی و چقیوازې د دولت یا د دولت د پوځي ارگانونو په لاس کې وي" .
ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې " په کابل د بریدونو یو هدف دا و چې د افغانستان وسلوالو مخالفینو تر منځ بیرته اتفاق او یووالی رامنځ ته کړي."
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په وینا د پلازمنیې کابل خلکو په ذهن کې ویره اچول او د طالبانو د مورال لوړول د دې بریدونو بل هدف و.
ښاغلي صدیقي د ملا عمر مړینه طالبانو ته یو کلک گوزار وباله او وې ویل چې د طالبانو د مشر د مرگ د افشا کیدو نه وروسته اوس د دې ډلې په منځ کې درز رامنځ ته شوی دی.
په کابل کې د تیرو څو ورځو د ځانمرکي بریدونو په ترڅ کې چې پر شاه شهید، د پولیسو د اکادمې مخ ته ، په قصبه کې په بهرني ځواکونو او د هوایي ډگر په دروازه کې وشول، ټولټال 56 تنه ووژل شول او شاه وخوا 500 تنه ټپیان شول چې اکثریت ملکیان و.
د دغو بریدونو په عکس العمل کېافغان حکومت وایي اسلام اباد ته یو هیت لیږي چې د پاکستاني چارواکوڅخه په دغه هیواد کې د افغان حکومت د میشتو مخالفو وسله والو پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه وکړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي امریکا غږ سره په مرکه کې د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ د ددې پلاوي سفر تائید کړ
بل پلو د پاکستان د پارلیمان غړي پدې باور دي چې د ترویزم ضد جګړې کې د بل هر هیواد په پرتله زیات تاوان پاکستان لیدلی.
د پاکستان د سنا د مجلس غړی د پوځ متقاعد جنرال عبدالقیوم وایي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابوالی پاکستان ته هم تاوان کوي.
" د دواړو هیوادونو مشران باید سره کښیني او خبرې وکړي. پاکستان په هیڅ ډول نه غواړي چې د خپلو افغان وروڼو لپاره ستونزې پیدا کړي. مونږ خپله زیاتې ستونزې لرو نو ولې د بل لپاره ستونزې پیدا کړو. هغه ډلې چې په قبایلي سیو کې پرتې دې، دواړو هیوادونو ته ستونزې پیدا کوي. "
د پاکستان د پارلمیان غړي وایي چې په یو بل د ملامتۍ اچولو له لارې ستونزې نه حل کیږي او پکار ده چې د باور د پیدا کیدو لپاره ګډ کار وشي.