د لاس رسي وړ اتصالات

غني: افغانستان کې جګړه له پاکستان نه اعلان شوې


ولسمشر غني د افغانستان د بنسټیزې پرمختیا پر ځاې ډیره ملي شتمني پر جګړې لګیږي
ولسمشر غني د افغانستان د بنسټیزې پرمختیا پر ځاې ډیره ملي شتمني پر جګړې لګیږي

ولسمشر غني وايي راتلونکو اوونیو کې پاکستان له افغانستان سره د اوږدمهاله اړیکو پریکنده پریکړه کوي.

په کابل کې له وروستېو خونړیو بریدونو وروسته افغان ولسمشر له پاکستاني صدراعظم نه غوښتلي چې پخپله خاروه کې د طالب جنګیالیو او نورو ورانکو ډلو ځالې له منځه یوسي.

محمد اشرف غني چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، راتلونکې پنجشنبې به یو افغان پلاوی پاکستان ته ولاړ شي تر څو د ترهګرۍ په ضد پر یو نوي ګډ عملي پلان خبرې وکړي.

ولسمشر غني وویل د پاکستان لمړي وزیر ته یې ویلي هغسې چې پخپل هېواد کې ترهګري نه غواړي، افغانستان ته دې هم د صادریدو مخه ونیسي.

ښاغلي غني وویل "مونږ د سولې امید درلود خو د پاکستان په قلمرو کې زموږ په خلاف د جنګ اعلان کیږي، دا په حقیقت کې له یوه ګاونډي ملت او هیواد سره څرګنده دښمني ده".

افغان ولسمشر دغه راز پر طالب جنګیالیو هم غږ وکړ چې له جګړو لاس واخلي او سولې ته غاړه کښیږدی.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې افغانستان مسلمان هېواد دی او پکښې د اسلام په نامه د خلکو وژل هیڅ ډول شرعي مشروعیت نلري.

خو ولسمشر غني خبرداری ورکړ کوم طالبان چې له جګړو لاس نه اخلي، د هغوې په خلاف به جګړه وي.

غني وویل "مونږ به سوله له هغه چا سره کوو چې د انسانیت ، اسلامیت او افغانیت په معنا پوهیږي او خپل وطن د پردو د ګټو لپاره نه ړنګوي".

ولسمشر غني دا هم وویل، هغه کسان چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته د جګړې پيغامونه رالیږي، له هغوی سره سوله نه کوي.

غني: له پاکستان سره د اړیکو معیار د افغانستان ملي ګټې او د افغانانو د ژوند خوندیتوب دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:40 0:00

پر کابل ښار د وروستیو مرګوني بریدونو په غبرګون افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د معمول په خلاف په لومړي ځل له پاکستان څخه په تونده لهجه غوښتنه وکړه، چې د افغانستان په وړاندې خپل دریځ روښانه کړي او د هغو ډلو په وړاندې کلکه مبارزه وکړي چې له پاکستان څخه د افغانانو پر وژنې لاس پورې کوي.

افغان ولسمشر وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل، د پخوا په څیر لا هم په پاکستان کې د تروریستانو روزنیز مرکزونه فعالیت کوي.

ولسمشر غني وویل "موږ په تیرو لسو میاشتو کې د سولې د خبرو لپاره خپله ژمنتیا ښوولې ده، د پاکستان لورې ته مو خپل طرحې وړاندې کړې، په تمه وو چې پاکستان عملي اقدام وکړي خو لیدل کیږي چې لا هم په پاکستان کې غونډې کیږي او له هغه ځایه په افغانستان کې د جنګ پر دوام ټینګار کیږي، دا ثابته شوه چې په پاکستان کې لا هم د تروریزم خوندي ځایونه شته."

ښاغلي غني وویل، له پاکستان سره د اړیکو معیار د افغانستان ملي ګټې او د افغانانو د ژوند خوندیتوب دی، که افغانان وژل کیږي، دا اړیکې خپله معنی او محتوا له لاسه ورکوي، هغه هیله څرګنده کړه چې داسې ونشي.

ښاغلي غني وویل، هغه کسان چې په تروریستو پېښو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي او جرم یې ثابت شوی د بخښنې وړ نه دي او زیاته یې کړه، که کوم قاضي دا مجرمین خوشې کړي په هماغه ساعت به یې له دندې ګوښه کړي.

محمد اشرف غني د ولس د اندېښنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په راتلونکې میاشت کې به له خپلو نړیوالو همکارانو سره په یوه لویه غونډه کې د ملت ټولو پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG