د پاکستان په پرونیو چاودونو کې د مړو شمیر 102 تنو ته ورسید

پاکستاني چارواکي وایی چی د مومندو په قبایلي سیمه کي د بمونو د پرونیو دوو چاودنو د تلفاتو شمیر په داسی حال کی چی نور مړي د خاورو خځلو نه را ایستل شوي دي، ١٠٢ تنو ته رسیدلی دی.

پولیسو وویل چي د ځان مرگو د بمونو دا چاودني یوه د موټر سایکل او بله یې د موټر وه او هغي حکومتي ودانۍ ته وسوې چي ( رسول خان ) د مومندو د ایجنسۍ د ( یکه غونډ ) په کلي کي د سولی د یوې محلي کمیټې غونډه رابللې وه.

پاکستانی طالبانو وویل چی دا حمله دوی کړې ده. په دې حمله کي څه دپاسه ١٠٠ کسه زخمي سوي هم دي.