په لاهور کې په یو ځانمرگي برید کې ١١ تنه ووژل شول

په پیښه کې لږ تر لږه ٦٠ تنه نور ټپیان شوي دي

پاکستاني رسنۍ وایي چې د لاهور په ښار کې پر یوې مظاهرې باندې د طالبانو یو ځانمرگي بریدگر حمله کړې چې لږ تر لږه ١١ تنه یې وژلي او لږ تر لږه ٦٠ تنه یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان پولیس وایي چې دا پیښه د مظاهرې په منځ کې شوې ده او د پاکستان د طالبانو یوې ډلې یې مسؤلیت اخیستی دی.

د پاکستاني طالبانو یوې ډلې جماعت الاحرار رسنیو ته یو تیلیفوني پیغام کې ددې پیښې مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې دا حمله په قبائیلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د هوایي حملو په غچ کې شوی ده.

د پاکستان د پولیسو یو مقام ظهیر عباس د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي دي چې په موټر سایکل سپور یو بریدگر د هغو سلگونو درمل جوړونکو پر لیکو باندې برید وکړ چې درملو د خرڅلاو په اړوند قانون کې د پاکستان د حکومت د تعدیل پر وړاندې یې مظاهره کوله.

ښاغلي عباس وویل چې د ترهگرۍ سره د مبارزې د پخواني ایالتي رئیس په گډون د پولیسو دوه لوړپوړي مقامات ددغه پیښې د وژل شويو په ډله کې دي.

سیمه ییزو تلویزیونونو د چاودنې شیبې په تلویزیون کې ښودلې دي چې لومړی د چاودنې یو لوړ غږ پورته شو او بیا د پیښې له ځای نه د اور لمبې او دود پورته شو.