اسلام اباد کې د عمران خان د پلویانو د احتمالي لاریون مخنیوي لپاره سړکونو کې کانټینرونه ایښودل شوي

اسلام‌اباد کې پاکستاني چارواکو د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د تحریک انصاف (PTI) ګوند د پلویانو د احتمالي لاریون د مخنیوي لپاره د ښار یو شمېر مهمې لارې په کانتینرونو تړلې دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان په پلازمېنه کې په بېلابېلو سیمو کې کانتینرونه ځای پر ځای شوي او امنیتي ځواکونه هم په ګڼو برخو کې ګمارل شوي دي. د ښار مرکزي سیمې ډي چوک ته غځېدلې یو شمېر مهمې لارې هم تړل شوې دي. ډي چوک د تحریک انصاف د لاریونونو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

د تحریک انصاف ګوند پلویانو په تېرو میاشتو کې څو ځله په اسلام‌اباد کې لاریونونه کړي او د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده. چارواکو په دغو مواردو کې هم د لاریونونو د مخنیوي لپاره د ښار مهمې لارې تړلې وې.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي ویلي چې لاریون به د راتلونکې اکټوبر میاشتې په ۴ مې وشي. په لومړي سر کې دا لاریون د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۷ مې پلان شوی و.

عمران خان د ۲۰۲۳ کال راپدیخوا په بیلا بیلو تورونو کې تر محکوم کیدو وروسته بندي دی.

حکومت همدارنګه د عمران خان د پلویانو د پلان شوي لاریون څخه وړاندې زرګونه پولیس او نور امنیتي ځواکونه د هیواد په بیلا بیلو برخو کې ځای پر ځای کړیدي.