پاکستان: نورستان کې مو د وسله والو ملاتړ نه دی کړی؛ طالبان: پوځ او ای اېس ای جنګیالي اړولي

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايې چې پوځیانو او استخباراتي ادارې یې (ای اېس ای) په نورستان کې د طالبانو د حکومت د مخالفینو ملاتړ نه دی کړی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یکشنبې په ورځ [سپټمبر ۲۷مه] په خپلې اېکس پاڼې کې هغه ادعا هم رد کړې چې ویل شوي وو پاکستاني پوځيان د طالبانو د حکومت پر ضد د افغانستان د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره روزنځایونه جوړ کړي دي.

د پاکستان په بیان کې دا "بې بنسټه، بې اساسه او له هر حقیقت څخه تشه" ادعا بلل شوې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې د هغوی ځواکونو په نورستان ولایت کې ۲۸ وسله وال وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي چې یوه ډله وسله واله چې د داعش جنګیالي هم پکې شامل و، د ډیورند له پورې غاړې نه "د شرارتونو او نا امنۍ جوړولو په موخه ]افغانستان[ ته را واړول شول. "

اعلامیه زیاتوي چې پاکستاني ملېشو له وسله والو نه چې ډېری یې د افغانستان د تېر جمهوري نظام منسوبین و، ملاتړ کړی دی.

د ازادۍ جبهې په نوم یوه ډله چې مشري یې د افغانستان د پوځ يو پخوانی لوی درستیز یاسین ضیا کوي د شنبې په ورځ [سپټمبر ۲۶مه] په خپلې اېکس پاڼې کې ولیکل چې نورستان کې یې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي. دغې جبهې د ځینو پوستو د نیولو ادعا هم کړې ده.

امریکا غږ په خپلواکه توګه دغه ادعاوې تائیدولې نه شي.

پاکستان په مکرر ډول د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې د پاکستاني طالبانو غړو ته یې پناه ورکړې ده خو کابل دا تورونه رد کړي دي.

نورستان پېښه، د سپټمبر په ۲۱مه پر افغانستان د پاکستاني د هوایي بریدونو نه وروسته رامنځته شوې چې د اسلام اباد په وینا په دغو بریدونو کې ۲۸ وسله وال وژل شوي دي. د طالبانو حکومت ویلي چې ملکي وګړي وژل شوي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د دریو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر منلی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې واشنګټن د "طالبانو د بریدونو" پر وړاندې د "پاکستان د دفاع د حق ملاتړ" کوي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند تېره اونۍ د امریکا غږ د افغانستان څانګې ته په یوه ایمیل کې لیکلي وو طالبان د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.