د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، اسلاماباد د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د دوام ملاتړ کوي او د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو له لوري افغانستان ته د مرستو د لېږد لپاره اسانتیاوې برابروي.
اندرابي د پنچشنبې په ورځ د جولای ۱۶مه د خپل اوونیز خبري کنفرانس پر مهال وویل چې پاکستان د افغان ولس د بشري اړتیاوو په اړه اندېښمن دی او غواړي چې د مرستو بهیر پرته له خنډه دوام ومومي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان په تېرو کلونو کې هم د افغانستان لپاره د بشري مرستو په لېږد کې مهمه لار وه.
"موږ به د ملګرو ملتونو د ادارو او نورو شریکانو لخوا افغانستان ته د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکړو. فکر کوم تاسو د د ۳۴ لاریو یادونه وکړه - زه پوهیږم چې شاوخوا ۴۵ لاریو لا دمخه تیر شوي دي. نو، دا شمیره ۵۰ لاریو ته نږدې ده. موږ به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو ادارو لخوا د بشري عملیاتو ملاتړ او اسانتیا ته دوام ورکړو."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه د ترهګرۍ موضوع ته په اشارې سره وویل چې اسلاماباد له افغان طالبانو غواړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د کارېدو مخه ونیسي.
هغه ټینګار وکړ چې پاکستان هر ډول ترهګري غندي او له کابل څخه د ترهګرو ډلو پر ضد د عملي ګامونو د اخیستو تمه لري .
اندرابي وویل، پاکستان پخپله د ترهګرۍ قرباني دی او د خپلو وګړو د امنیت لپاره به اړین اقداماتو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره د امنیتي اندېښنو حل اړین دی.
اسلاماباد له دې وړاندې هم څو ځله ویلي چې د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسلهوالو ډلو حضور د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره یوه جدي ننګونه ده، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په وار وار دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې نړیوالې ادارې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د مرستو د دوام غوښتنه کوي او په عین حال کې د سیمې هېوادونه د امنیتي ګواښونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندوي.