د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د جمعې په ورځ (وږي ۲۳ مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به سبا د شنبې کابل ته سفر وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، ټاکل شوې، چې ښاغلي قریشي په مشرۍ یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی به کابل ته د خپل سفر پرمهال د جمهور رئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره په کتنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړوندو مسلو خبرې وکړي.
ښاغلي احمدي وویل" مونږ زیاته تمه لرو، د دې لپاره، چې ښاغلي عمران د څو مسلو یادونه کړې، یوه دا چې د پاکستان امنیت اود افغانستان امنیت ډیر زیات یو بل پورې تړلی دی، د همدې له امله زمونږ تمه داده، چې نوی حکومت پر خپلو ژمنو عمل وکړي".
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې د پاکستان پلاوي سره به پر دواړخیزو مسلو د خبرو ترڅنګ، امنیتي مسلو، سیاسي او اقتصادي اړیکو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پیوستون لپاره د عمل په پلان خبرې وشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د پنجشنبې په ورځ کابل ته د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي په ګډون د یو پلاوي د سفر خبر ورکړی وو.
په افغانستان کې د تحریک انصاف د ګوند په مشرۍ د حکومت د جوړیدو وروسته دا یو بهرني هیواد ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر دی.
پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې د افغان حکومت د غوښتنو سره سره پاکستان د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې خپله ټړلې قنسولګرۍ لا بیرته نه ده پرانیستې.
پاکستان حکومت د وږي په لسمه د ننګرهار د ولایتي چارواکو له خوا د دغې قنسولګرۍ په چارو کې د مداخلې په تور په جلال اباد ښار کې خپله قنسولګري وتړله.
که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ټیلیفون له لارې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمد قریشي څخه د دغې قنسولګرۍ د بیرته پرانیستلو غوښتنه کړې، خو پاکستان لا بیرته خپله قنسولګري نه ده پرانیستې.