په پاکستان کې یوې جرگې په جینۍ د جنسي تیرې فیصله کړې

د پاکستان د ملتان په ښار کې یوې جرگې په یوې دولس کلنې جینۍ د جنسې تیرې په بدل کې د تیرې کونکي هلک د خور په ډله ایزه توگه د جنسي تیرې فیصله وکړه. د فیصلې په اساس یوه ډله کسانو په ١٦ کلنې جینۍ د مورپلار په مخکې جنسي تیرې وکړ.

د پاکستان په زیاترو کلیوالو سیمو کې جرگې دا ډول فیصلې کوي چې قرباني یې جینکۍ وي. دا لومړنې ځل ندې چې دا ډول فیصله شویده.

په اسلام اباد کې د بشر د حقوقو وکیله ثمر من الله چې په بدل کې د جینکو د ورکولو په خلاف کار کوي، وایي حکومت ته پکار ده چې د جرگې ټول غړي محاکمه کړي چې په راتلونکې کې څوک دا ډول کار ونکړي

د ثمر من الله سره د امریکاغږ د همکارې نزرانې یوسفزۍ پوره مرکه دلته واورئ.

Your browser doesn’t support HTML5

د ثمر من الله سره مرکه دلته واورئ