پاکستان پر عربستان د حوثیانو د بریدونو په اړه ایران ته خبرداری ورکړ

پاکستان په سعودي عربستان کې پر ملکي او اقتصادي تاسیساتو د حوثیانو بریدونه په کلکه غندلي او ایران ته یې خبرداری ورکړی چې د خپلو یمني متحدینو، حوثیانو، له خوا پر سعودي عربستان د بریدونو مخه دې ونیسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان، د پنجشنبې په ورځ وویل چې اسلام اباد د سعودي عربستان له حکومت او خلکو سره ولاړ دی او په سیمه کې به د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

له دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي وو چې که دا نښتې د سعودي خاورې ته وغځیږي، نو د ریاض، انقرې او اسلام اباد ترمنځ امنیتي د (مکې امنیتي تړون) فعال کیدای شي.

پدې تړون کې ویل شوي چې پر یو هیواد باندې هر ډول یرغل به پر درې واړو هیوادونو یرغل ګڼل کیږي.

سعودي عربستان اعلان کړی چې په دې وروستیو کې د حوثي ډلو له خوا د دغه هېواد پر جنوبي ښارونو ترسره شویو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۳ کسان ټپیان شوي دي.

اسلام اباد ټینګار کړی چې د ریاض تر څنګ به ولاړ وي او د نښتې د پای ته رسولو او د سولې د ټینګښت لپاره به له سیمه ییزو هڅو ملاتړ وکړي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د چهارشنبې په ورځ وویل چې سعودي جنګي الوتکو په تېرو ۱۲ ساعتونو کې د یمن په بېلابېلو سیمو کې ۵۴ هوایي بریدونه کړي دي، او خبرداری یې ورکړ چې دا بریدونه به "بې ځوابه او بې سزا پاتې نشي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه اعلامیه کې وویل: "پاکستان په سعودي عربستان کې پر ابها، خمیس مشیط، جازان او نجران کې پر ملکي او اقتصادي تاسیساتو د حوثیانو خواشینونکي بریدونه په کلکه غندي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه د سعودي عربستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، امنیت او هوساینې لپاره د خپل هیواد "دوامداره او بې قید او شرط" ملاتړ اعلان کړ.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په یمن کې نښتې زیاتې شوې دي او د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثیانو د سعودي عربستان پر خاوره خپل بریدونه ګړندي کړي دي. په ورته وخت کې د باب المندب ستراتیژیکي ته نږدې ددې ډلې حرکتونو د جګړې د پراخیدو او د مهمو سمندري لارو په اړه اندیښنې زیاتې کړې دي.

سجاد حیدر خان وویل: "پاکستان به په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات د ډاډمنولو په موخه د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي."

د مکې تړون د اګست په ۷مه د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ترمنځ لاسلیک شو.