د پاکستان حکومت پتېیلې ده چې د پټرولو او ډیزلو بیې د یوې یا دوو اوونیو پرځای هره ورځ بدلې کړي.
د نفتو او ګازو د تنظیم اداره وايي ورځنۍ بیې به د نړیوالو بازارونو د اوو ورځو د اوسط نرخونو پر بنسټ ټاکل کېږي، ترڅو کورني نرخونه د نړیوالو نفتو د بازار بدلونونو ته ژر غبرګون وښيي.
د پټرولیم وزیر علي پروېز ملک وایي چې دا ګام به شفافیت زیات کړي او د تیلو بازار به په تدریجي ډول د دولت له کنټرول څخه وباسي.
خو عام پاکستانیان وايي، د حکومت له لورې د تیلو د بیو د ورځني تنظیم پرېکړې د دوی لپاره د ژوند د لګښتونو پوره کول سخت کړي دي.
اته ویشت کلن محمد ارسلان د ریسپشنسټ په توګه کار کوي او هره ورځ په ښاري موټرو او کله ناکله د ورور پر موټرسایکل کار ته ځي.
هغه وویل: «د تېر کال په پرتله بیې دوه برابره شوې دي. هیڅ سپما نه کیږي. کومې پیسې چې لرو، یوازې زموږ ورځني لګښتونه پوره کوي.»
د ارسلان په څېر میلیونونه پاکستانیان د لوړ انفلاسیون تر فشار لاندې دي او ډېری یې اندېښنه لري چې د تیلو لوړ نرخ به د نورو توکو بیې هم لوړې کړي.
د روان کال تر پیل پورې، پاکستان په هرو دوو اوونیو کې یو ځل د تیلو د قیمتونو بیاکتنه کوله. له ایران سره د امریکا او اسرائیل د شخړې د نفتو په نړیوالو بازارونو کې د بې ثباتۍ له زیاتېدو وروسته، حکومت لومړی د نرخونو د بیاکتنې اوونیز سیستم غوره کړ او وروسته یې ورځنی میکانیزم پلی کړ.
د پاکستان د پټرول پمپونو د مالکانو ټولنې پر دې پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دوی لوژستیکي لګښتونه زیات کړي دي.
ددې ټولنې عمومي منشي نعمان بټ امریکا غږ ته ویلي چې دا پالیسي د تیلو پر لېږد، د نفتو د ټانکرو پر فعالیتونو او د هېواد د سون توکو د بیو پر عمومي میکانیزم ناوړه اغېز کولی شي.
خو حکومت وایي چې ورځنی نرخ د دې لپاره اړین دی چې د نړیوالو نفتو د بازارونو بدلونونو ته ژر ځواب وویل شي.
پاکستان د خپلو خامو نفتو او پټرولیمي محصولاتو ډېره برخه د خلیج له هېوادونو څخه د هرمز تنګي له لارې واردوي. د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه نفت او ګاز او نور مهم طبیعي منابع له دې لارې تېرېږي.
له همدې امله، پاکستان د سیمې د هر ډول ګډوډۍ او بحرانونو پر وړاندې ډېر زیان منونکی دی.
شنونکي وایي چې د پاکستان حکومت له دې بدلون پرته بله چاره نه درلوده. دوی استدلال کوي، اسلام اباد چې د خپل اقتصاد د ثبات لپاره د نړیوال وجهي صندوق د ۷ میلیارده ډالرو پر قرضيې تکیه لري، نور دا توان نه لري چې مصرف کوونکي د تیلو د لوړېدونکو بیو له اغېزو څخه خوندي وساتي.
د پرایم اجرائیه رئیس، علي سلمان وویل: «واقعا حکومت په دې برخه کې ډېر څه نه شي کولی. دا هم حقیقت دی چې په پاکستان کې د خلکو ګټه وټه په کمېدو ده.»
دا بدلون په وروستیو کلونو کې د تیلو د بیو د اصلاحاتو لپاره د پاکستان د عمده ګامونو څخه ګڼل کېږي او بریا یې نه یوازې د نړیوالو نفتو د بازارونو پر وضعیت، بلکې پر دې هم متکي ده چې دا بدلونونه به د هېواد د عامو خلکو پر ژوند څه اغېز ولري.