د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو د کمولو هڅې

Iranian Parliament Speaker Mohammad Bagher Ghalibaf meets with chief of Defence Forces of Pakistan, in Tehran

د پاکستان د پوځ مشر، سید عاصم منیر، او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تهران ته د سفر په ترڅ کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او نورو لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ په وینا، په خبرو کې پر څو مهمو موضوعګانو بحث وشو.
پدې کې د جګړې د لا پراخېدو مخنیوی، د هرمز تنګي بیا پرانیستل او د شخړې د ژر پای ته رسولو لارې شاملې وې.

د پاکستان پلاوي د سیمې د سولې او امنیت په اړه هم خبرې وکړې.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، د ایران له ولسمشر سره خبرې مثبتې او رغنده وې.
نقوي وویل، ولسمشر پزشکیان د ایران دریځ او اندېښنې په ښکاره ډول بیان کړې.

هغه زیاته کړه چې دواړو لورو پر هغو ګامونو خبرې وکړې چې د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک د بیا فعالولو لپاره یې باید پورته کړي، څو په دې توګه د شخړې لپاره یو هر اړخیز حل ته زمینه برابره شي.

د پاکستان د چارواکو په وینا د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته له سفر مخکې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم خبرې کړې وې.

د ځینو رپوټونو پر بنسټ د هرمز تنګی د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه دی.

دا تنګی د نړۍ د انرژۍ او تېلو د لېږد لپاره یوه ډېره مهمه لاره ده.

پاکستان وايي، د تهران وروستۍ خبرې یو مثبت ګام و. پاکستان هڅه کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو لپاره زمینه برابره کړي او د جګړې د لا پراخېدو مخه ونیسي.

خو لا هم د واشنګټن او تهران ترمنځ مهم اختلافات شته.

دا لا روښانه نه ده چې د پاکستان د منځګړیتوب دغه هڅې به د امریکا او ایران ترمنځ خبرو ته لاره هواره کړي که نه.