په سیمې باندې د آی ایس آی د نوي مشر د ټاکلو اغیز

د آی اس آی نوی رئیس رضوان اختر

د پاکستان حکومت، ډگر جنرال رضوان اختر د پاکستان د استخباراتو، آی ایس آی نوې مشر وټاکه چې د پاکستان د مطبوعاتو د رپوټونو له مخې نوموړی د پاکستان د پوځ د لوی درستیز راحیل شریف نژدې ملگری دی.

د پاکستان د آی ایس آی رول نه یواځې د پاکستان په کورنیو چارو کې بلکې د گاونډيو هیوادونو او د نړۍ سره د اړیکو په هکله هم ډیر مهم گڼل کیږي.

د یوی میاشتی نه زیات وخت کیږي چې د عمران خان د "پاکستان تحریک انصاف" گوند او د مذهبي ډلې "پاکستان عوامي تحریک" مشر طاهرالقادري په ملگرتیا په پاکستان کې دننه د نوازشریف د حکومت په خلاف مظاهرې شروع کړې دي.

په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوهان په دی باور دي چې د رضوان اختر ټاکل کیدل په پاکستان کې دننه د دغو سیاسي شخړو د حل لپاره ډیر مهه پریکړه ده.

په پاکستان کې د دفاعي چارو کار پوه بریگډیر سعد په افغانستان او پاکستان کې د نوي فکر خلکو په مهمو دندو ټاکل کیدل د سیمی لپاره ښه زیری گڼي.

نزرانې یوسفزۍ د بریگډیر سعد سره مرکه کړیده چې دلته اوریدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د بریگډیر سعد سره د نزرانې یوسفزۍ مرکه