په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پر افغانستان د پاکستان د تیرې شپې په بریدونو کې لږ تر لږه د ۲۸ ملکي وګړو وژل کیدل او د ۴۹ نورو ټپي کیدل تائید کړي.
یوناما نن دوشنبه د جون (٢٩) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
یوناما ویلي چې دغه بریدونه د دوشنبې په شپه د پکتیا ، پکتیکا او د کونړ په ولایتونو کې شویدي.
اعلامیه راغلي چې دغې بمبارۍ ډیره مرګ ژوبله د څمکنیو ولسوالۍ خلکو ته رسولې او په وینا یې چې د پېښې څیړنه لا هم دوام لري.
د طالبانو حکومت هم ویلي چې پدې بریدونو کې ۳۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په کابل کې يې د پاکستان د سفارت شارزدافیراحضارکړی او د ملکي وګړو پرکورونو د بمبارۍ په تړاو یې ورته خپل شدید اعتراض وړاندې کړی..
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې دغه بریدونه د نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او د هېوادونو د ملي حاکمیت ښکاره نقض بلل شوي او په کلکه غندل شوي دي.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ ویلي چې ډیورنډ کرښې ته څیرمه په ځمکنیوعملیاتو او هوایي بریدونو کې ۲۹ وسله وال وژل شوي دي.
د افغانستان دننه دغه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې په کراچۍ کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه مرکز په برید کې درې پاکستاني سرتیري ووژل شول چې مسولیت یې تحریک طالبان پاکستان څخه بیلې شوې ډلې، جماعت الاحرار اخیستی و.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې يې درې بریدګر وژلي او څلورم يې چې ددوې په وینا افغان تبعه دی، ژوندې نیول شوی دی.