د پاکستان سرپرست حکومت وايي چې په پخواني ولسمشر پرویز مشرف به د خیانت تورونه، ونه لګوي ځکه ددې صلاحیت یواځي متتخب شوی حکومت لري.
مدافع وکیلانو سترې محکمې ته عریضې کړیدي او په ښاغلي مشرف یی تورونه لگولي دي چې د جمهوري ریاست په وخت کې یې خیانت کړیدی.
سرپرست حکومت،د دوشنبې په ورځ محکمې ته وویل چې د خپل صلاحیت په اساس باید هیڅ داسې اقدام و نه کړي چې راتلونکی منتخب حکومت یې بیرته لغوه کولې نه شي.
د پاکستان قانون وایي چې یواځي دولت د خیانت تورونه لګولی شي.
سرپرست حکومت په راتلونکې میاشتې کې د انتخاباتو د بندوبست وظیفه لري.