پاکستان په افغانستان کې په خپلو بمباریو کې د ملکي تلفاتو راپورونه رد کړل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه (اکتوبر۲۶) په یوې اعلامیې کې د افغان طالبانو د حکومت هغه تورونه رد کړي چې ګنې په افغانستان کې د پاکستان په بمباریو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویلي دي، چې په خپلو بریدونو کې ترهګر او د هغوی پناه ځایونه داسې په نښه کړي، چې د ملکي او پوځي سیمو توپیر په کې وشي.

په اعلامیې کې ویل شوي دي: «غلط معلومات او ګمراه کوونکي روایتونه نه شي کولای د هغو ترهګرو شبکو ګواښ پټ کړي چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، او نه هم د افغان طالبانو رژیم له دې مسؤلیت څخه خلاصوي چې باید د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د بریدونو د پلانولو او ترسره کولو لپاره د ګټې اخیستنې مخه ونیسي. یوازې په ۲۰۲۶ کال کې، دغو بریدونو د ۳۵۰۰ څخه د زیاتو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو هم تائید کړي چې د پاکستان بمباریو او بریدونو کې ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي او ولسي تاسیسات زیانمن شوي دي.

څو ورځې مخکې په کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په بمباریو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې په اعتراض کې په افغانستان کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان بریدونه "د نړیوالو اصولو، د بشري قوانینو او د هېوادونو د ملي حاکمیت په خلاف" بللي دي.

پاکستان ادعا کوي چې د هغوی مخالفین په افغانستان کې پناه ځایونه لري، خو افغان طالبان دا ادعاوې ردوي او وايي چې هېچاته اجازه نه ورکوي، د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي.

د افغانستان او پاکستان تر امنیتي نښتې او سیاسي کړکېچ د ترانزیتي لارو د بندیدو سبب شوی دی. په همدې حال کې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دروزاو د تړلو په پام کې نیولو سره، پاکستان وايي چې د صادراتو لپاره د بدیلو لارو موندلو په موخه د یوې بریالۍ تګلارې په خپلولو سره مثبتې پایلې ترلاسه کړي دي.

د "دی نیشن" ورځپاڼې نن دوشنبه د اکتوبر (٢٦) لیکلي ،د رسمي اسنادو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې له تړل کېدو وروسته، په بېلابېلو کچو مشورې ترسره شوي دي ترڅو د مرکزي اسیا بازارونو ته د لاسرسي لپاره د ځمکنیو بدیلو لارو امکانات وڅېړل شي؛ په ځانګړې توګه د هغو توکو د صادراتو لپاره چې ژر خرابیږي.

"دی نیشن" په وینا اسنادو څرګنده کړه چې د بدیلې رقابتي لارې / حل لارې رامینځته کولو لپاره، د روان فصل د حاصلاتود صادراتو لپاره هغه اسانتیاوې برابرې شوې دي چې د ایران د ځمکې له لارې مرکزي آسیا ته صادریږي.

د پاکستان پر بندرونو د اتکا د کمولو په موخه، افغان سوداګرو خپل پام تر ډېره د ایران بندرونو او مرکزي آسیا هیوادونو ته اړولی دی.