پاکستان سعودي عربستان ته سرتېري استولي

د پاکستاني پوځ د اعلامیې له مخې، نویو امنیتي اندېښنو ته په کتو د دې ځواکونو د ځای پر ځای کولو موخه د سعودي عربستان د دفاعي وړتیاوو لا پیاوړي کول دي.

د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ [نومبر ۲۹مه] د یوې اعلامیې په خپرولو خبر ورکړ چې دغه هېواد د شنبې په ورځ سعودي عربستان ته پوځیان استولي دي.

د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې راغلي چې د ځواکونو استول د سعودي عربستان "امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د پاکستان د نه ماتېدونکې ژمنتیا څرګندونه کوي".

د اعلامیې له مخې، نویو امنیتي اندېښنو ته په کتو د دې ځواکونو د ځای پر ځای کولو موخه د سعودي عربستان د دفاعي وړتیاوو لا پیاوړي کول دي.

د پوځیانو تر استولو مخکې، د مکې د دفاعي تړون د سټراتیژیک سیاست او دفاع کمېسیون د جمعې په ورځ [نومبر ۲۷مه] په اسلام اباد کې غونډه وکړه چې پکې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو ګډون کړی و.

د مکې ګډ دفاعي تړون د اګست په میاشت کې له هغې وروسته لاسلیک شو چې په یمن کې د ایران پلوه حوثي یاغیانو او د سعودي عربستان د ملاتړ څخه برخمنو ځواکونو ترمنځ جګړه زیاته شوه او حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه وکړل.

تر دې وړاندې د اکتوبر په میاشت کې د رویټرز خبري اژانس د یوه پاکستانی چارواکي په حواله راپور ورکړی و چې پاکستان له سعودي عربستان سره د خپلو پولو په دفاع او د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په مخنیوي کې د مرستې لپاره له ۳۰ څخه تر ۴۰ زرو پورې سرتېري ځای پرځای کړي دي.

د عدن د ساتنې لپاره د ائتلاف هڅې

د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي اتئلاف ویاند جنرال ترکي المالکي ویلي چې په یمن کې جګړه "سبا" پای ته رسېدلی شي که ایران پلوه حوثیان د ملګرو ملتونو د سولې پلان ومني. المالکي دا هم ویلي چې ائتلاف به تر هغه وخته پورې د حوثیانو پر وړاندې پوځي فشار ته دوام ورکړي څو دغه ډله د خبرو اترو میز ته راولي.

مالکي له رویټرز سره په یوې مرکې کې وویل چې ریاض د یمن د حکومت پر لنډمهالې پلازمېنې، عدن "سره کرښه" اېستلې او د دغه بندري ښار د ساتنې لپاره "هر څه چې اړین وي" ترسره کوي.

حوثیانو د یکشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې د جدې په شمول به په سرې بحیرې کې د سعودي عربستان بندرونه په نښه کړي.

د حوثیانو د المسیره ټلویزیون راپور ورکړی چې سعودي عربستان د یمن په حدیده ولایت کې پر رأس عيسى بندر چې د حوثیانو تر واکمنۍ لاندې سیمو ته د تېلو د واردولو اصلي بندر دی، برید کړی دی.

څو شېبې وړاندې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په یوه اعلامیه او یوه نقشه خپره کړه او له ملکیانو یې وغوښتل چې د رأس عيسى بندر څخه ووځي.

امریکايي ځواکونو د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې په رأس عيسى بندر باندې برید وکړ چې دا عملیات د حوثيانو د تېلو د اصلي سرچینې د پرې کولو او له عاید څخه د دې ډلې د بې برخې کولو لپاره شوي وو.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان ال سعود سره تېره اونۍ په ټېلفون خبرې وکړې او پر دغه هېواد یې د حوثیانو بریدونه وغندل.