ډگر جنرال نوید مختار د لومړي ځل لپاره پداسې حال کې افغانستان ته ځي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې ترینګلې دي.
ټاکل شوی چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی رئیس د روانې اونۍ په پای کې د خپل افغان سیال سره د خبرو لپاره افغانستان ته لاړ شي چې د دوه اړخیزو اړیکو او د تروریزم ضد مبارزه کې په همکارۍ خبرې وکړي.
د پاکستان د پارلمان د استازو د مجلس رئیس ایاز صادق وایي، د پاکستان د آی اس آی رئیس ډگر جنرال نوید مختار ښایي د دوه اړخیزو اندیښنو تر څنگ د ترهگرو د هغه لست په اړه هم خبرې وکړي چې دواړه اړخونه یې غواړي.
د ښاغلي صادق په مشرۍ یو ١٥ کسیز پارلماني پلاوي کابل ته دوه ورځنی سفر کړی و. ښاغلي صادق ددې سفر وروسته په اسلام آباد کې وویل چې د پاکستان امنیتي مربوطې ادارې به د افغان چارواکو سره په مسایلو باندې بحث وکړي.
اسلام آباد په پاکستان کې د ترهگریزو بریدونو د لړۍ وروسته د فبرورۍ په میاشت کې افغان لورې ته د پاکستاني ترهگرو یو لست وسپاره چې د هغوی په وینا په افغان سرحدي سیمو کې پټ دي. افغان حکومت هم پاکستان ته د هغو ترهگرو یو لست سپارلی چې په افغانستان کې بریدونه کوي.
د پاکستان د پارلمان رئیس وایي د افغانستان رهبرۍ او د افغانستان د پارلمان غړو د پاکستاني پلاوي تود هرکلی کړی دی او د افغاسنتان اجرائیه رئیس د هغه پلاوي ته ډاډ ورکړی چې هغه به په نژدې راتلونکې کې پاکستان ته سفر وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغې نورې هم خړې پړې شوي چې په افغانستان کې سخت دریځو طالبانو وژونکو بریدونو ته زور وکړ او د کابل سره یې د سولې خبرو ته شا کړه.
افغان حکومت وایي په پاکستان کې دننه پټنځایونه له طالبانو سره مرسته کوي چې په افغانستان کې خپلو ترهگریزو فعالیتونو او حملو ته دوام ورکړي.