د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پوځ او حکومت ترمنځ تشنج زیات شوی


د پاکستان صدراعظم نواز شریف
د پاکستان صدراعظم نواز شریف

د پاکستان پوځ د نوازشریف د حاکم گوند نه د هغه راپور په هکله تحقیقات کوي، چې تیر کال د ډان نیوز ورځپاڼې د ترهگرو په ضد د پوځ د عملیاتو په هکله خپور کړی و. د پاکستان پوځي چارواکي وایي چې دغه راپور د پوځ د بدنامولو لپاره یوه هڅه وه.

د شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ ویاند په خپل ټوېټر ولیکل چې حکومت چې د دغه راپور په هکله کوم تحقیقات ورسره شریک کړیدي هغه پوره ندي او په دی سبب یې ردوي.

د پوځ د کلک غبرگون نه وروسته د پاکستان په محلي ټیلوژنونو کې د دغې مسئلې په هکله تاوده بحثونه را وپاریدل چې د حکومت او پوځ تر منځ یو ځلې بیا نفاق پیدا شویدی. د پاکستان په تاریخ کې چې کله هم د حکومت او پوځ تر منځه داسي جنجالونه راپورته شوي دي نو پوځ کودتا کړیده.

د پوځ د ویاند د ټویټ نه وروسته صدراعظم نوازشریف په بهرینې پالیسۍ کې خپل سلاکار او د اطلاعاتو په وزارت کې یو مهم چارواکې په دی تور له کاره گوښه کړل چې د لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو دغونډې جزیات یې د رسنیو سره شریک کړي وو.

دغو اوازو هغه مهال زور واخیست چې کله د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان د پوځ غبرگون بیځایه او غیر ضروري وباله .

هغه وویل "زه داسي فکر کوم چې د ټویټر هغه پیغامونه پرته له دی چې هر څوک ېې خپروي, د پاکستان د ډیموکراسۍ، د نظام او عدالت د پاره خطرناکه دي. د دولت ادارې د يو بل سره د ټولنيزو ويبپاڼو له لارې خبرې نه کوي".

د پوځ ویاند تراوسه لا د چوهدي نثار علي خان د تبصرو په اړه څه نه دی ویلي.

د ډان نیوز په راپور کې څه وو؟

تیرکال د اکتوبر په میاشتې کې د ډان ورځپاڼې یو راپور خپور کړو چې د نوازشریف حکومت د ترهگرو ډلو په ضد د پوځ د اقداماتو نه مطمین نه دی. په دې کې په خاص ډول هغه وسله والې ډلي شاملې دي چې په گاونډیو هیوادونو افغانستان او په هند کې بریدونو کوي.

په ډان ورځپاڼې کې دغه راپور په داسي وخت کې خپور شوي و چې افغان او هندی مقاماتو د نړیوالو نه د دې غوښتنه کوله چې پاکستان دی منزوي کړي.

کوم وخت چې دا راپور خپور شو نو د پاکستان پوځ رد کړی و،او غلط یی بللی و. خو د حکومت نه ېې غوښتنه وکړه چې هغه چارواکو ته دې سزا ورکړي چې د هیواد ملي امنیت ته تاوان رسوي.

د ډان ورځپاڼه په خپل راپور لا هم ټینگار کوي، او هغه حکومتي تورونه یی رد کړيدي چې گوندي د امنیتې غونډې تفصیلات یی سم نه و خپاره کړي.

XS
SM
MD
LG