پاکستاني چارواکي وایي چې د دې هېواد په پلازمېنې اسلام اباد کې د جمعې په ورځ (د فبرورۍ ۶) په یو جومات کې پر شیعه عبادت کونکو باندې د یو ځانمرګي چاودنې له امله، څه باندې ۳۰ کسان وژل شوي او لږترلږه ۱۷۰ تنه ټپیان شوي دي.
د اسلام اباد د پولیسو د ادارې مرستیال، عرفان میمون، په یوې اعلامیې کې ویلي چې برید د "امام بارګاه خدیجه الکبرا" جومات کې د جمعې د لمانځه په مهال شوی دی.
پاکستاني پولیسو رسنیو ته ویلي چې بریدګر مخکې له دې چې چاودنه وکړي، د جومات په دروازه کې درول شوی و. هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو تر دې مخکې، د تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلو د ورته بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی.
د پاکستان ولسشمر، اصف علي زرداري، دې چاودنې ته په غبرګون کې ویلي چې د بې ګناه کسانو وژل، د بشریت په وړاندې جنایت دی.
د دې هېواد لومړي وزیر، شهباز شریف، برید غندلی او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ته یې لارښونه کړې چې د برید په تړاو بشپړه پلټنه وکړي او عاملین یې مشخص کړي.
په پاکستان کې د شیعه ګانو یو مشر، راجا نصیر، ویلي چې "په فدرال پلازمېنه کې دا ډول ترهګریز عمل، نه یوازې د خلکو د ساتنې جدي ناکامي ده، بلکې د امنیتي چارواکو او ادارو د کړنې په اړه مهمې پوښتنې" رامنځ ته کوي.
غبرګونونه
د پاکستاني چارواکو ترڅنګ، د سیمې او نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو هم په اسلام اباد کې د جمعې ورځې مرګونې برید غندلی دی.
په پاکستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د جمعې ورځې د برید په ګډون، د ټولو تاوتریخوالو او ترهګریزو کړنو غندنه کوي او له ټپي شویو سره خواخوږي څرګندوي. په اعلامیې کې راغلي: "د ملکيانو او عبادت ځايونو په وړاندې ترهګريزې کړنې او تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی. د پاکستان خلک د خوندیتوب، وقار او له وېرې پرته د خپلو مذهبي مراسمو د ترسره کولو حق لري."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا برید "په کلکه" غندلی او له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې دا ډول بریدونه د اسلامي او بشري ارزښتونو خلاف دي او "جومات او مقدسو مذهبي مراسمو ته سپکاوی" دی.
تر دې مخکې د ۲۰۲۵کال په نومبر میاشت کې هم په اسلام اباد کې د یو ځانمرګی برید په پایله کې ۱۲کسان ووژل شول او ۲۷تنه نور ټپیان شول. د پاکستان حکومت ادعا کړې وه چې بریدګر د افغانستان وګړی و. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل د پاکستان دا ډول ادعاوې ردې کړي دي. هېڅ ډلې د نومبر برید د مسوولیت ادعا ونکړه.
په اسلام اباد کې د جمعې ورځې چاودنه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د دې هېواد امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۳۴ وسلوال د افغانستان سره پولې ته څېرمه په اورکزي او خیبر کې وژلي دي.
تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان پوځ ویلي وو چې ۲۱۶ مشکوک وسلوال یې د شپږ ورځنيو عملیاتو په ترڅ کې د دې هېواد په بلوچستان ایالت کې وژلي. دا عملیات وروسته له هغې پیل شول چې په دې ایالت کې په یوه ورځ کې هم مهاله ګڼ شمېر بریدونه او چاودنې وشوې.