اسلام اباد د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړې د حل لپاره د ایران د منځګړتوب هرکلی وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران د هغه وړاندیز هرکلی کړی دی، چې غواړي په افغانستان کې د طالبانو او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د روانو ستونزو د حل لپاره منځګړتوب وکړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ له وروستیو جګړو وروسته تجارتي او نور روابط هم زیانمن شوي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پاکستان د ډان ورځپاڼې ته وویل: «ایران یو دوست او ورور هېواد دی. پاکستان تل د سوله ایز حل لپاره د مفاهمې او دپلوماسۍ پلوی دی او موږ د منځګړي په توګه د خپل دوست هېواد ایران د وړاندیز هرکلی کوو.»

د ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۷ د اندرابي له خولې لیکلي: «باور لرو چې ایران مهمه ونډه لوبولای شي او موږ به د منځګړتوب د هېڅ ډول ونډې مخه ونه نیسو. تل د منځګړتوب هرکلی کوو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ وویل چې تهران د یوې غونډې د کوربتوب طرحې ارزوي، چې هدف یې «د پاکستان او افغانستان ترمنځ ثبات او ارامتیا» ښودل شوې.

عراقچي د دغې غونډې د ځای، وخت او ګډونوالو په اړه معلومات ورنه کړل، خو ویې ویل: «تیلیفوني اړیکې مو نیولې دي او هیله لرو چې یوې پایلې ته ورسېږو او ان شاءالله په دې اړه به یوه سیمه ایزه غونډه ولرو.»

د طالبانو د حکومت او پاکستان د حکومت ترمنځ په دې وروستیو کې روابط خراب شوي دي. که څه هم د دواړو لوریو استازو په دوحې او استانبول کې درې ځلې غونډې وکړې، خو کومه نتیجه یې ورنه کړه.

په پاکستان کې تېره اوونۍ دوه ځانمرګي بریدونه وشول، پاکستاني مقامات ادعا کوي چې دا بریدونه په افغانستان کې پلان شوي وو، له دې بریدونو وروسته د دواړو لوریو ترمنځ روابط نور هم خراب شول. د طالبانو حکومت وايي هېڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل چا په ضد وکاروي.

د راپورنو په اساس، پاکستاني مقاماتو د استانبول په غونډې کې له طالبانو غوښتي دي چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ غړي دې له سرحدي سیمو لېرې او د افغانستان داخل ته انتقال کړي او یا دې په په پاکستان کې د دغې ډلې جګړه «نامشروع» وبولي. طالبانو د اسلام اباد دا غوښتنه رد کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د پنجشنبې په ورځ په یوې غونډې کې وویل چې د پاکستان ډېرې غوښتنې «ناممکنې او نامعقولې» وې.

د دواړو خواو ترمنځ له جګړو وروسته د تورخم او چمن دروازې تړل شوي دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ نومبر ۱۴ اعلان وکړ، چې ترڅو پورې «په افغانستان کې د ترهګرو پناه ځایونه» ختم شوي نه وي، له افغانستان سره به تجارت ځنډول شوی وي.

افغانستان هڅه کوي تر ډېره د ایران د چابهار له لارې خپل ضروري مواد انتقال کړي، هند د چابهار له لارې د ترانزیت حمایت کوي.